1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه پر استرالیا سخته غوصه ده؛ امریکا پرې تاسف ښکاره کړی

۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه

فرانسه د استرالیا پر دغه اقدام سخته غوصه شوې چې بریتانيا او امریکا سره يې د اټومي اوبتل رانیولو قرارداد کړی دی. ماکرون په یو بېساري اقدام کې د استرالیا او امریکا څخه خپل سفیران مشورې ته غوښتلي. امریکا پرې تاسف ښودلی.

https://p.dw.com/p/40UcA
Emmanuel Macron und Malcolm Turnbull
انځور: Brendan Eposito/POOL/AFP

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، ژان-ایو لودریان ویلي دي چې د دغه هیواد د ولسمشر، امانويل ماکرون په امر يې په استرالیا او امریکا کې د فرانسې سفیران راغواړي تر څو استرالیا سره د د دغه درې اړخيز قرارداد په اړه ورسره مشوره وکړي.

امریکا او بریتانیا د یو درې اړخيز تړون پر اساس، استرالیا سره ژمنه کړې چې په هند او آرام اوقیانوس کې پر اټومي وسلو سمبال اوبتلونو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مرسته کوي. خو دغه تړون فرانسه سخته په غوصه کړې ده، هغه په دې دلیل چې دغه نوی درې اړخیزه تړون د فرانسې له پاره د یو ۶۵ ميليارډ يورويي قرارداد د لاسه ورکولو په معنی دی. استرالیا په ۲۰۱۶م کال کې فرانسې سره د ۱۲ نوو اوبتلونو یا تحت البحري کښتیو د جوړولو قرارداد امضا کړ.

Frankreich | Minister Jean-Yves Le Drian
د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان-ایو لودریانانځور: imago images/IP3press/V. Isore

فرانسې د امریکا، بریتانيا او استرالیا ترمنځ دغه درې اړخیز تړون، د ائتلاف پر هستې، فرانسې سره پر همکاريو، دغه راز له اتلانتيک څخه ورهاخوا پراخ تړون او بلاخره پر ټولې اروپا باندې يو ګوزار بللی دی. د امنيتي کارپوهانو په فکر دغه تړون، په صراحت سره د هند او آرام اوقیانوس په سیمه کې د چین پوځي ګواښونو سره د مقابلې په مقصد دی.

فرانسې د امریکا د دغه اقدام په غندلو سره ويلي دي چې له یاد قرارد څخه يې ټګان خوړلی دی، ځکه چې د مخه په جریان کې اچول شوې نه ده.

د فرانسې خارجه وزیر، لودریان، وويل چې په «شدیده توګه غوصه» شوی او دغه قرارداد یې د شا له خوا د «چړې ګوزار» بللی دی.

Taiwan Helikopter MH-60R
د امنيتي کارپوهانو په فکر دغه تړون د هند او آرام اوقیانوس په سیمه کې د چین پوځي ګواښونو سره د مقابلې په مقصد دی انځور: abaca/picture alliance

د رويترز په حواله، د فرانسې خارجه وزير وړاندې د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ويل چې «دغه ظالمانه، یو اړخيز او د نه تصور وړ تصمیم، ما ته ډير هغه څه را یادوي چې ښاغلي ترمپ يې د کولو عادت درلود.» لو دریان هغه وخت ويلي وو چې ډير زياد خپه شوی او درديدلی دی. هغه ويلي وو: «د متحدانو په منځ کې باید داسې څه ونه شي.»

د امریکا جمهور رئيس جو بایدن تر هغه یوه ورځ مخکې یعنې چارشنبه وويل چې فرانسه به «د هند اقیانوس په سیمه کې د یو مهم ملګري په توګه» پاته وي.

په هغه ورځ یعنې د نوي تړون د اعلان پر وخت، د استرالیا صدراعظم سکات مریسون هم هیله مندي ښکاره کړې وه. هغه په هند اوقیانوس کې فرانسه يو کلیدي ملګري بللی وو او ويلي وو چې فرانسې سره به په آینده کې هم خپل کار ته له نژدې او په مثبته توګه ادامه ورکوي.

خو اوس چې فرانسې له استرالیا او امریکا څخه خپل سفیران د موضوع په هکله پاریس ته مشورې ته ورغوښتي، سپينې ماڼۍ پرې تاسف ښکاره کړی. سپينه ماڼۍ به په راتلونکو ورځو کې هڅه وکړي تر څو دغه مشاجره حل کړي.