1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې ترکيې ته د وسلو صادرات بند کړل

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

فرانسې ترکيې ته د وسلو صادرات بند کړل. تر آلمان، هالند، ناروې او فنلاند وروسته فرانسه پنځم اروپايي هيواد دی چې نور په ترکيه وسلې نه پلوري. فرانسې دغه تصميم په سوريه کې د ترکيې د پوځي عملياتو د پيل په غبرګون کې نيولی دی.

https://p.dw.com/p/3RCjV
Deutsche Firmen verdreifachen Rüstungsexporte
انځور: picture-alliance/dpa/T. Tinazay

د ترکيې د پوځ له خوا د سوريې په شمال ختيځ کې د «سولې چينې» تر نامه لاندې د پوځي عملياتو ادامې نړيوالې نیوکې رابرسيره کړي دي. د ترکيې دغه اقدام پر وړاندې نړيوال غبرګونونه په مختلفو ډولونه ادامه لري چې يو هم دغه هيواد ته د وسلو د صادراتو بندول دي.

تر دې مخکې هالند، ناروې، فنلاند او آلمان پر ترکېې د وسلو پلور بند کړی يا محدود کړی وو او اوس فرانسه پنځم اروپايي هيواد شو چې په ورته اقدام لاس پورې کوي.

د فرانسې د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو په يوې ګده اعلاميه کې ويلي دي چې د تسليحاتو اړوند د ټولو هغو موسسو صادرات به په سملاسي توګه ودرول شي کوم چې د سوريې په جګړه کې ورڅخه کار اخيستل کيږي.

په پام کې ده د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران به هم د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۴مه په لوکزامبورګ کې غونډه ولري تر څو د ترکيې په هکله د اروپا د ګډې موضع په اړه تصميم ونيسي.

تر دې مخکې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ويلي وو، چې آلمان حکومت به د هغو تجهيزاتو د خرڅلاو مجوز صادر نکړي کوم چې کيداي شي د سورېې پر شمال د ترکي پوځ په حملو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي.

د هايکو ماس په خبره، د آلمان حکومت د ۲۰۱۶م کال راوروسته او په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې ترکېې د سوريې په شمال ختيځه سيمه عفرين کې پوځي عمليات پيل کړل، دغه هيواد ته د پوځي تجهيزاتو پر صاداراتو کې يې ډير محدويتونه رامنځ ته کړل، خو د هغه په وينا چې دغه صادرات په بشپړ ډول درول شوي نه وو.

هالند هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ترکيې ته به يې د پوځي تجهيزاتو صادرات د تعويق په حال کې راوستل شي. تر دې مخکې ناروې او فنلند هم ويلي وو چې ترکيې ته يې د وسلو صادرات درولي دي.

خو د دغو ټولو فشارونو سربيره، د سوريې په شمال کې د ترکيې د پوځ عمليات ادامه لري. د رپوټونو په حواله، د ترکيه د دفاع وزارت ادعا کړې چې د عملياتو په پنڅمه ورځ يې تر ۳۹۹ تنو ډير تروريستان وژلي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې هيواد يې کولای شي د دفاعي صنايعو په برخه کې خپله ۶۵ سلنه اړتياوې توليد کړي.

په عين حال کې ترکي رسنيو ويلي دي چې ترکيه خپله د نړۍ د ۱۵ وسلو صادرونکو هيوادونو په ډله کې شامل دی.د ترکيي صنايعو د صادراتو ټولنې د محاسبې له مخې، دغه هيواد تيرکال د لومړي ځل له پاره د ۲ ميليارډ او ۳۵ ميليون او ۳۳۴ زره ډالرو په ارزښت وسلې بهر ته صادر کړې وې.

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: