1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د کرزي تر سفر وروسته د افغانستان په اړه پريکړه کوي

۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

فرانسې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د را ايستلو د بهير د ګړندي کولو پر سر پریکړه به دغه هيواد ته د ولسمشر کرزي تر رسېدلو پوري وځنډوي. کرزی د رارواني جمعې په ورځ فرانسې ته ځي.

https://p.dw.com/p/13oom
ولسمشر حامد کرزی او د فرانسې جمهوررئيس سرکوزي.
ولسمشر حامد کرزی او د فرانسې جمهوررئيس سرکوزي.انځور: AP

د فرانسې ولسمشر نيکولای سرکوزي، تيره اونۍ په افغانستان کي د فرانسوي ځواکونو ټول عمليات ودرول او خپل د دفاع وزير ئې افغانستان ته و ليږی چي په دغه هيواد کي وضعيت وڅېړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ فرانسې ته ورسيږي او په دې اړه به خبري ور سره وسي چي آيا له افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو بهير گړندی کړي که څرنگه؟

له افغانستان څخه د فرانسوي سرتيرو تر وخت مخکي د راوتلو خبري هغه وخت راپورته شوې چي يوه افغان سرتيري د کاپيسا په ولايت کي پر فرانسوي سرتيرو ډزي وکړي او څلور سرتيري ئې ووژل.

اوس د فرانسې د دفاع وزير په افغانستان کي دئ چي د حالاتو تر څېړلو وروسته ولسمشر سرکوزي ته خپل وړانديزونه ورکړي.

اوس مهال فرانسه په افغانستان کي څه نا څه ۴۰۰۰ سرتيري لري چي د ناټو تر مشري لاندي په دغه هيواد کي عمليات تر سره کوي. ډير فرانسوي ځواکونه په کاپيسا ولايت کي ميشته دي.

د پلان له مخي به ۱۰۰۰ فرانسوي سرتيري د ۲۰۱۲ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ووزي او پاته نور به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري دغه هيواد پريږدي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي د ځواکونو د وختي را ایستلو په صورت کي به د متحده ايالاتو سره مشوره وکړي:

«موږ په دې اړه د امريکا اجازې ته اړتيا نه لرو، خو دا کار به د هغوی په مشوره تر سره کړو.»

ناټو اوس د افغانستان د امنيتي ځواکونو د شمير د لوړولو په هڅه کي ده ترڅو دغه ځواکونه وکولای سي چي د ۲۰۱۴ کال وروسته خپل هيواد وساتي.

طالبانو ويلي دي چي هغه سرتيري چي پر فرانسويانو ئې ډزي وکړې د دوی له خوا گمارل شوی وو. خو ناټو د سه شنبې په ورځ وويل چي لا تر اوسه په دې اړه څه نسي ويلای.

رويترز/مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل