1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د يوه مسجد مخکې ډزو دوه تنه ټپيان کړي

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د فرانسې په برېست ښار کې د تاوتريخوالي په يوه پېښه کې دوه تنه مسلمانان په ډزو ژوبل شوي دي. لږ وروسته پوليسو د برید شکمن عامل مړ وموند. خو هغه ولې جومات ته څېرمه ډزې کړې وې؟

https://p.dw.com/p/3LDvr
Frankreich Schüsse vor Moschee in Brest
انځور: Getty Images/AFP/F. Tanneau

د فرانسې په برېست ښار کې يوه سړي پر دوو تنو ډزې کړي او هغه يې ټپيان کړي دي. دغه کس له پېښې وروسته په خپل موټر کې تښتېدلی دی. يو ساعت وروسته بيا د شکمن عامل مړی وموندل شو. هغه د پوليسو د يوه وياند په خبره ځان په سر کې ويشتلی او وژلی دی. په برېست ښار کې د رامنځته شوې دغې پېښې انګيزه لا معلومه شوې نه ده.

د عبادتځايونو زيات حفاظت

د پلازمېنې پاريس د څارنوالۍ د تروريزم ضد کارپوهان دغه قضيه پلټي. د فرانسې د کورنيو چارو وزير کريستوف کستانې، له دغې پېښې وروسته امر وکړ چې په ټول هېواد کې دې عبادتځايونه په زيات ډول وڅارل او حفظ کړای شي.

دواړه ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. داسې ويل کيږي چې ژوند ته يې خطر نور نه شته. د رسنيو په حواله ښايي د ټپي شویو کسانو په ډله کې د ياد مسجد امام هم شامل وي.

د جومات امام په انترنېټ کې، په تېره د يوټيوب په صفحه کې ډېر شهرت او په سلګونو زره پلويان لري. د هغه ويډيوګانې ناندريزې هم دي. په ځينو رپوټونو کې داسې هم ويل شوي دي چې نوموړی په تېر وخت کې د دولتي ادارو له خوا هم تر تعقيب لاندې وو.

(ns/ms (dpa, afp