1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاټا څرنګه رامنځ ته شوه؛ اوس ولي د خیبر پښتونخوا برخه شوه؟

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

د پاکستان پارلمان د یوه قانون په تصویبولو سره قبایلي سیمې یا فاټا، له خیبر پښتوانخوا ایالت سره یوځای کړې. خو په دغو سمو کې چې له لسيزو راهیسې د پاکستان له نورو برخو سره توپیر لري، څه روان دي؟

https://p.dw.com/p/2yINX
Karte Stammesgebiet Pakistan

د پاکستان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د یوه قانون په تصویب سره فاټا چې له لسيزو راهیسې د خپلو ځانګړو قوانینو له خوا اد اره کیده، د دې هیواد په عادي قوانینو کې شامله کړه او هغه یې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه وګرځوله.

دغې سیمې ته د امریکا متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، د «نړۍ د تر ټولو خطرناکي سیمې نوم ورکړی وو». د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې ویل کیږي له کلونو راهیسې د طالبانو پټنځای دی، د قانون حاکمیت نه شته او چاري د یوه زوړ پخواني قانون له خوا پخپله خلک اداره کوي.

اوس دغه غرنۍ نیمه خودمختاره سیمه چې له افغانستان سره پر پوله پرته دی، د پآکستان په عام قانون کې شاملیږي. له دې سره به نو په سیمه کې د پاکستان قضايي سیستم حاکم شي.

د فاټا تاریخ

تر فدرالي مدیریت لاندي قبایلي سیمې یا فاټا، د اووه اجینسیو یوه سیمه ده چې د پاکستان په شمال لویدیځ او له افغانستان سر پر پوله پرتې دي. په دې سیمه کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان ژوند کوي چې ډیری یې پښتانه دي.

فاټا په سیمه کې د انګلستان د واکمنۍ پر مهال رامنځ ته شوه او هدف یې د انګلیسانو له خوا د ځايي پښتو خوشحاله ساتل ول چې د مستعمره کیدو پر ضد یې جګړه کوله. قبایلي سیمې د اوسنې افغانستان او هغو سیمو چې اوس پاکستان نومیږي، تر منځ د یوې آزادې پرتې سیمې په توګه ګڼل کېدې.

اوس په دې سیمه کې له وسلو نیولې بیا تر تریاکو او نورو مخدره توکو پوري پلورل کیږي. دغه سیمه په دې هم مشهوره ده چي وسلې پکښې ارزانه پلورل کيږي او هر ډول وسلې هلته موندل کيږي.

انګلیسانو په ۱۹۰۱م کال کې د «لومړی کرښې د جرایمو قوانین» رامنځ ته کړل چي له مخې يې سیاسي ګومارل شویو کسانو د فاټا اووه ولسوالۍ مدیریت کولې. په دغو قوانینو کې یو دا هم شامل دی چې که یو کس جرم وکړي نو ټولې قبیلې ته یې سزا ورکول کیدای شي.

په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان تر رامنځ ته کیدو وروسته، فاټا بیا هم د انګلیسانو د رامنځ ته شوې قوانون له مخې اداره کیده. د پاکستان هدف دا وو چې د سختو قوانینو او خودمختارۍ په مرسته ځایي اوسیدونکي دې ته راضي کړي چې د پاکستان یوه برخه پاته شي.

خو خودمختاره ځايي اوسیدونکي ته ډیر زیانونه هم رسولې دي. دا سمیه ډیره وروسته پاته ده. د قبایلي سیمو او پاکستان د نورو برخو تر منځ ډیر زیات توپیر موجود دی.

په دې سیمه کې همداراز د یاغیانو او افراطیانو له پاره د فعالیت زمینه هم برابره شوې ده چې د پاکستان او افغانستان له پاره یې سختې پایلې لرلې دي.

فاټا همداراز په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د حضور پر مهال د مجاهدینو د ملاتړ د مرکز په توګه کارول کیدی. دې سیمي ته د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه افراطيان راغلل او پخپله اډه يې بدله کړه.

پر افغانستان باندي د امریکا تر يرغل وروسته، د طالبانو ډیر غړي او بهرني جنګیالي پاکستان ته واوښتل او په قبایلي سیمو کې یې خپل فعالیتونه پیل کړل.

په فاټا کې همداراز د تحریک طالبان پاکستان ډله هم رامنځ ته شوه. د دغې ډلې بریدونه د دې لامل شول چې پاکستان په دې سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.