1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني په لوگر کې د جنسي تیري رپوټونه انديښمنوونکي بللي

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

فغان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د ملي امنيت پر ادارې د هغو دوو کسانو د نيولو له امله انتقاد وکړ چې د لوگر په ښوونځيو کې یې د جنسي ناوړه استفادې د احتمالي پېښو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/3Tnop
Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

غني وويل چې هغه په لوگر ولايت کې په شپږو ښوونځيو کې د «جنسي ناوړه استفادې د تازه رپوټونو په اړه سخت انديښمن دی». دغه احتمالي پیښې د يوه مدني فعال موسې محمودي، له لوري رسوا شوې دي.

محمودي چې په لوگر کې د مدني ټولنې رئیس دی په روانه میلادي میاشت کې بریتانوۍ ورځپاڼې گارډین ته ویلي ول چې ښوونکي او ځیني ځایي چارواکي د ماشومانو د جنسي ځورونې په دغه حلقه کې ښکیل دي.

د گارډین په رپوټ کې لږ تر لږه د ښوونځي د ۵۴۶ هلکانو څخه د ناوړه استفادې ادعا شوې. خو چارواکو دغه تورونه نه دي تائید کړي. محمودي او د هغه يو بل همکار احسان الله حميدي، تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا د عامه نظم د گواښولو په شک ونيول شول. د ملي امنيت ادارې له خوا ويل شوي چې ول چې د محمودي ادعاوې «بې بنسټه» دي او په يوه خارجي هېواد کې یې د پناه د ترلاسه  کولو له پاره بې اساسه تورونه لگولي دي.

د ملي امنيت ادارې يوه داسې ويډيو خپره کړې چې محمودي پکښې د خپلو ادعاو د بيرته اخيستو خبره کوي خو دا روښانه نه ده چې آيا هغه د شکنجي او يا فشار په پایله کې دغه خبرې کړي دي او که په خپله خوښه.

خو ولسمشر غني دغه ادارې ته د دې قضیې په اړه د «خپلو اقداماتو د درولو لارښوونه کړې». نوموړي د تويتر له لارې ويلي: «د مدني فعالانو او بشري حقونو د ساتونکو خونديتوب د امنيتي ځواکونو مسئوليت دی.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صديق صديقي، وويل چې غني لاروښونه کړې چې دغه فعالان دې د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شي څو یې خونديتوب ډاډمن شي.

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو سفير جان بس، هم ويلي چې هغه د ملي امنيت ادارې «د دې ډول کړونو له کبله چې د پخواني شوروي اتحاد تاکتيکونو ته ورته دي، سخت انديښنمن دی». هغه د تويتر له لارې زياته کړې: «د مدني ټولنې فعالان اعتراف ته مجبورول وحشتناکه خبره ده، هغوی چې هدف یې د افغان ماشومانو ساتل وو.»

د گاردين په رپوټ کې د ځينو قربانيانو خبرې هم شاملې دي. ځينو یې له نيويارک ټايمز او له افغان ځايي خبري شبکې طلوغ نيوز سره هم خبري کړي دي. 

ولسمشر غني ويلي چې دا ډول قضیې باید د «افغانستان لوې څارنوالې او د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له خوا وڅيړل شي». هغه همدا راز وويل چې د پوهنې وزارت ته یې لارښونه کړې چې د لوگر د هغو سيمو په اړه چې د جنسي زورونې ادعا پکې موجوده ده، مفصل راپور وړاندې کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان هم د دوشنبې په ورځ د محمودي او د هغه د همکار د آزادولو غوښتنه کړې وه. دغه ډلې د سه شنبې په ورځ  د محمودي يو پېغام خپور کړی چې تر نيول کیدو د مخه یې دغه سازمان ته ليږدولی وو. هغه ويلي وو. «ملي امنيت زما د نيولو هڅه کوي څو ټوله پړه پر ما واچوي.»

محمودي د بخښنې نړیوال سازمان ته دا هم ویلي وو چې ده ته د مرگ گواښونه کیږي او «د لوگر خلکو ته د سپکاوي کولو» تور پرې لگیږي.

bs/ms (afp)