غني له امریکا غوښتي چې د توافق جزئیات دې سیاستوالو ته ورکړي
۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبهد قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسیدو وروسته، د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي کابل ته سفر وکړ څو د وروستي پړاو جزئیات له افغان مشرانو سره شریک کړي.
د رپوټونو پر اساس، زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او د حکومت له مشرانو سره په یوه کتنه کې د وروستي پړاو جزئیات او له طالبانو سره د احتمالي توافق په هکله معلومات شریک کړي دي.
ټاکل شوې چې خلیلزاد به له طالبانو سره د توافق تر لاسلیک وړاندې، له ګڼ شمیر نورو سیاسي مشرانو سره هم وویني څو له طالبانو سره د توافق د مسودې په برخه کې اجماع رامنځ ته کړي.
په کابل کې د خبري کنفرانس پرمهال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې خلیلزاد له ولسمشر غني سره د توافق جزئیات شریک کړي دي او په خبره يې توافق به په پوره دقت سره وکتل شي او دا چې تر ارزونې وروسته به له امریکايي لوري سره خپل ملاحظات شریک کړي.
د ولسمشر ویاند په ډاګه نه کړه چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د هوکړه لیک په سند کې څه راغلي دي، خو ویې ویل چې د اوربند موضوع او د بین الافغاني مذاکراتو پیل یې مهم موضوعات دي او زیاتوي چې د افغانانو پرضد د طالبانو د تاوتریخوالي ختمیدل د افغان حکومت بنسټېزې غوښتنې دي.
د رپوټونو په حواله په سند کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل او په بدل کې یې د طالبانو له لوري داسې ضمانت چې د افغانستان خاوره به د امریکا او یا نورو متحدینو پر ضد نه کارول کیږي، هغه احتمالي موارد دي چې له طالبانو سره په دې سند کې ځای لري.
صدیقي زیاتوي د سولي خبرو بل مهم اړخ د افغانانو خپل منځي خبرو پيلېدل دي، چې د دې خبرو له پاره د افغان حکومت مذاکراتي ټیم هم چمتو شوی دی. په ورته وخت کې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې داسې موضوع ده چې طالبان یې ردوي، خو افغان حکومت بیا پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي.
تردې وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې طالبان او امریکایان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ سره سلا شوي، خو د ولسمشر ویاند وویل چې ولسمشریزې ټاکنې به نه ځنډیږې او دا چې هغه به پر ټاکلې نېټه ترسره شي.