غني د انس حقاني په ګډون د درو طالب بندیانو د آزادي اعلان وکړ
۱۳۹۸ آبان ۲۱, سهشنبهپه دې اساس به د افغانستان حکومت درې تنه لوړپوړي طالب بندیان آزاد کړي. په دوی کې یو تن هم د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور او د نوموړي شبکې مرستیال انس حقاني دی.
دغه درې تنه بندیان په کابل کې د امریکایي پوهنتون د هغو دوو تنو استادانو د خوشې کیدو په بدل کې آزادیږي کوم چې له طالبانو سره بندیان دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په خپله وینا کې چې د تلویزون له لارې خپریده وویل: «له طالبانو سره د مخامخو خبرو اترو د زمېنې مساعدولو په موخه، حکومت پریکړه کړې ده چې درې تنه طالب بندیان په مشروط ډول د پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې آزاد کړي.»
غنې زیاته کړه چې دا تصمیم یي د افغانستان له بین المللي شریکانو او په ځانګړي توګه له امریکا متحده ایالاتو سره تر ډیرو نږدې سلا مشورو وروسته نیولی دی، تر څو له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو زمينه مساعده شي.
د افغانستان ولسمشر وویل: «دا درې تنه عبارت دي له حاجي مالي خان ولد ولي خان، عبدالرشید ولد محمد عمر او انس د جلال الدین حقاني زوی.»
دغه دوه تنه پروفیسران چې یو یي امریکایي کیون کنګ او بل یي د هغه استرالیایي همکار تیموتي ویکس، نومیږي د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې طالبانو له پلازمېنې کابل څخه تښتولي ول.
په افغانستان کې امریکایي پوهنتون (AUAF) په پرله پسې ډول د دغو استاذانو د خوشې کولو غوښتنه کوله. د کنګ د خراب روغتیایي وضعیت په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکول شوي دي.
د افغانستان د استخباراتي ادارې د معلوماتو په اساس انس حقاني د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې نیول شوی وو.
اژانسونه/ش.ن/م.ج