1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيبریتانیا

غزه کې د دوامداره اوربند له پاره لندن او اوتاوا کې مظاهرې

۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبه

په بریتانیا او کاناډا کې ډیر شمیر خلکو د شنبې په ورځ د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه کې د یوه دوامداره اوربند رامنځته کیدو له پاره مظاهرې وکړې. دغه مظاهرې په دواړو هیوادونو کې سوله ایزې وې.

https://p.dw.com/p/4ZSF4
Deutschland Nahostkonflikt - Pro-Palästina-Demonstration in Berlin
منځني ختیځ کې د سولې له پاره مظاهرې. آرشیف انځورانځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

په لندن کې لسګونو زره کسانو د ښار له مرکز څخه د بریتانیا د پارلمان ودانۍ پر لور لاریون وکړ. ۲۴ کلن ګډونوال علا حسن د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «اشغال باید پای ته ورسیږي. مونږ بشپړاوربندته اړتیا لرو، نه څلور ورځني اوربند ته.»

د کاناډا په پلازمېنې اوتاوا کې هم زرګونو کسانو د پارلمان ودانۍ مخته مظاهرې وکړې او د فلسطین بیرغ یې رپولو. یارا شوفاني، په اوتاوا کې د مظاهرو یوه له په لاره اچوونکو څخه وویل: «مؤقت اوربند کفایت نه کوي. زرګونه فلسطینیان وژل شوي او د غزې زیربناوې ویچاړې شوې دي.»

د کاناډا مظاهرې سوله ایزې وې او له لندن څخه هم د تاوتریخوالي د کومې پيښې خبر نه دی ورکړل شوی. شاوخوا ۱۵۰۰ پولیس د بریتانیا په پلازمېنه کې د احتجاجونو په دلیل مستقر کړای شوي وو، له دې ډلې ۵۰۰ یې د هیواد له نورو برخو څخه لندن ته ور بلل شوي وو.

اسرائیل او حماس د چهارشنبې په ورځ د قطر،امریکا متحده ایالاتو او مصر په منځګړیتوب وروسته له اوږدو خبرو اترو څخه په یوه څلور ورځني اوربند موافقې ته ورسیدل. په دې موافقتنامه کې د نورو ترڅنګ ویل شوي دي چې په مجموع کې ۵۰ اسرائیلي یرغمل شوي او ۱۵۰ فلسطیني بندیان به خوشې کیږي.

د تیرو اوو اونیو راهیسې د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړه روانه ده. د اکتوبر په ۷ نیټه د حماس سلګونه جنګیالي چې د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه طبقه شوی دی، اسرائیل ته ننوتل او د نورو ترڅنګ هلته د داسې جنایتونو مرتکب شول چې عمدتاً د ښځو او ماشومانو پر ضد ول.

د اسرائیلي حکومت په وینا د حماس ډلې په اسرائیل کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل او نږدې ۲۴۰ تنه نور یې د غزې تړانګې ته له ځان سره د یرغمل په توګه ویوړل.

اسرائیل په ځواب کې په غزې تړانکه کې د اهدافو په نښه کولو له پاره پراخ ځمکني او هوایي بریدونه پيل کړل. د حماس د شمیرو له مخې، چې په خپلواک ډول نه شي تائیدیدلی، د هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې په غزې تړانګه کېتر ۱۴۸۰۰ ډیر انسانان وژل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص