1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان ښایي د اګست په ۱۸ د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي

۱۳۹۷ مرداد ۱۹, جمعه

په پاکستان کې تر پارلماني ټاکنو ورسته نوي پارلمان به د اګست په ۱۳ نیټه خپله لومړۍ غونډه ترسره کړي. د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان، ښایي د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

https://p.dw.com/p/32yLz
Pakistan Islamabad PK Wahlsieg Politiker Imran Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/TIP

د پاکستان له پلازمېنې اسلاآباد څخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ په حواله د هغه وړاندیز له مخې چې د پاکستان مؤقتي حکومت ولسمشر ممنون حسین ته استولی دی، د صدارت مقام تر تائید وروسته (د جولای د ۲۵ نیټې د ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی) نوی پارلمان به د اګست میاشتې په ۱۳ نیټه خپله لومړۍ غونډه تر سره کړي.

د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې یعنې د اګست تر ۱۴ یوه ورځ مخکې به د نوي پارلمان غړي لوړه وکړي او وروسته تر هغې به د پارلمان رئیس او معاون وټاکل شي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په جولای میاشت کې تر مرکزي او ایالتي ټاکنو وروسته په راتلونکي اونۍ کې به د موجوده موقتي حکومت تر څارنې لاندې ایالتي او مرکزي حکومتونو ته د قدرت د انتقال چارې ترسره شي.

 د دې بهیر پیل د مؤقتي لومړي وزیر ناصر الملک له خوا ولسمشر ممنون حسین، ته د نوي پارلمان د غونډې د رابللو له دې وړاندیز سره وشو، چې د پنجشنبې په ورځ د صدارت ماڼۍ ته استول شوی وو.

د لوړې مراسم

په اسلام آباد کې د صدارت د سرچينو په حواله ویل شوي دي چې عمران خان ته ښایي ولسمشر ممنون حسین د شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۸) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لومړي وزیر په توګه سوګند ورکړي.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو ډیرې څوکۍ ګټلي دي. خو دغه څوکۍ د حکومت د تشکيل له پاره کافي نه وې، نو دې ته اړ وو چې د یو شمیر آزادو کاندیدانو او څو کوچنیو هم نظره اتحادي ګوندونو مرسته ترلاسه کړي.

د تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې دوی په مجموع کې د پارلمان له ۳۴۲ نویو استازو څخه تر اوسه پورې د ۱۸۰ تنو ملاتړ ترلاسه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو په خاطر هغه باید لږ تر لږه د ۱۷۲ تنو ملاتړ له ځان سره ولري.

بل لور ته د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله ټاکل شوی وه چې ولسمشر ممنون حسین د اګست له ۱۶ څخه تر ۱۹ نیټې پورې له هیواد څخه بهر سفر کړی وای، خو ولسمشر خپله دغه دوره د نوي لومړي وزیر څخه د لوړې اخیستلو په موخه ځنډولې ده.