1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان څوک دی؟

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

نن په ټول پاکستان کې میلیونونه کسان د رایې اچونې مرکزونه ته ولاړل. په دې ټاکنو کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ګوند سربیره د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان په خپلو کې نږدې رقیبان بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/325CD
Imran Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د عمران خان مخالفین هغه ته د «طالبان خان» نوم کاروي، ځکه چې نوموړي په پاکستان کې له اسلامپاله سخت دریځو ډلو سره لاس یو کړ او همدا راز د دې هیواد پوځ یې ملاتړ کوي. خو د عمران خان پلویان هغه ته د اصلاح غوښتونکي سیاستوال په سترګه ګوري چې ګواکې په ټول توان سره د فساد او ټولنیزې رفاه له پاره هڅه کوي.

عمران احمد خان نیازي د ۱۹۵۲م کال د نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه د پاکستان په میانوالي کې زیږیدلی دی. د عمران خان د پلار نوم اکرام الله خان نیازي شرمان خیل او د مور نوم یې شوکت خانم دی.

Bildergalerie Cricket Imran Khan Politik
انځور: Getty Images

 د پاکستان تحریک انصاف ګوند په رسمي ویبپاڼه کې د هغه د کوچنیتوب په هکله ویل شوي چې عمران خان په کوچنیتوب کې ډیر آرامه او شرم ناکه ماشوم وو او له څلورو خویندو سره یو ځای لوی شوی دی. عمران خان ورور نه لري او پلار یې په قوم پښتون وو او د شرمان خیل د قبیلي وو چې بیا وروسته په لاهور ښار کې میشت شوي دي.

عمران خان خپلې لومړنۍ او متوسطه زده کړې په لاهور ښار کې سرته رسولي او بیا وروسته یې وروسته د انګلستان په اکسفورډ پوهنتونو کې د اقتصاد په برخه کې عالي تحصیلات پای ته رسولي.

 په ۱۹۷۴م کال کې په اکسفورډ پوهنتونو کې د تحصیلاتو پرمهال عمران خان د اکسفورد پوهنتون د کرکټ لوبډلې کپتان هم وو.  عمران خان د ۱۹۷۱م نه تر ۱۹۹۲م کاله پورې د پاکستان له پاره تست لوبې وکړې او په همدې موده کې د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپتان هم وو. د عمران خان د کپتانۍ پرمهال پاکستان وکولی شول چې خپل لومړنی نړیوال جام وګټي.

Imran Khan in Aktion als Kricket-Spieler
انځور: picture-alliance/Dinodia Photo Library

وروسته له هغې چې عمران خان د پاکستان د کریکټ له ملي لوبډلې وځي، هغه په انګلستان کې په نایټ کلبونو کې هم کار کړی چې بیا وروسته یې په ۱۹۹۵م کال کې له جمیما ګولدسمیت سره واده وکړ. جمیما د جیمي ګولدسمیت لور وه او د فرانسې له بډایه کسانو څخه شمیرل کیدو. عمران خان له جمیما دوه اولاده لري چې بیا وروسته دوی دواړه په ۲۰۰۴ م کال کې له یو بل څخه جلا شول. عمران خان تر خپل لومړني واده وروسته، دوه ځلې واده کړی او اخري واده یې په ۲۰۱۸م کال کې له خپلې یوې سلاکارې سره وکړ.

Pakistan PTI Vorsitzender Imran Khan Hochzeit
انځور: PIT

سیاسي هڅې

په ۱۹۹۷م کال کې عمران خان د پاکستان په لاهور ښار کې د شوکت خانم په نامه د سرطان له پاره ځانګړی روغتون جوړ کړل او بیا یې وروسته د تحریک انصاف په نامه یو ټولنیز او سیاسي خوځښت پیل کړ.

عمران خان د خپل سیاست په وروستیو کلونو کې له پخوا ډیر اسلامیستي سخت دریځي موقف ته نږدې شوی دی. هغه له یاغیانو سره د خبرو پلوي دی او ګوند یې په دې وروستیو کې له سمیع الحق سره چې د طالبانو د پلار په نامه شهرت لري، لاس یو کړ. د سمیع الحق په مدرسه کې یو وخت د ملاعمر په ګډون د طالبانو ګڼ شمیر مشرانو دینې زده کړې کړي دي.

Pakistan Demonstration in Lahore 22. Dez 2013
انځور: picture-alliance/AP Photo

د روانې میلادې میاشتې په پیل کې د «حرکت المجاهدین» په نامه په پاکستان کې یوې بلې ترهګرې ډلې د تحریک انصاف له ګوند څخه چې عمران خان یې مشري کوي، خپل ملاتړ اعلان کړ.