1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان په پاکستان کي د مدرسو نقش ستايلی

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

له علماوو سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ملاقات او په مدرسو کې د اصلاحاتو راوستلو په هکله خبرو باندې ځینې کړۍ نیوکې کوي. هغوی دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا په مذهبي مدرسو کې اصلاحات ممکن دي؟

https://p.dw.com/p/3616I
Madrassa in Khyber Pakhtoonkhwa
انځور: DW/F. Khan

د ټولنیزو او تعلیمي چارو یو شمیر پوهان دغه ملاقات د مذهبي قشر د خوشالولو یوه هڅه ګڼي. د هغوی په آند د دغه هیواد مذهب پاله قشر به هیڅکله هم په مدرسو کې اصلاحاتو ته اجازه ور نه کړي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ د علماوو له یوه پلاوي سره ملاقات کړی. هغه په دغه ملاقات کې د مدرسو نقش ستایلی او ویلي یي دي چې په ټولنیز پرمختګ کې چې مدرسو کوم خدمتونه کړي، هغه هیر کړل شوي او په خبره یې مدرسو ته له ترهګرۍ سره هم ربط ورکړل شوی دی، چې هیڅ جواز یي نه وو.

په پاکستان کې منځلاره کړۍ د لومړي وزیر پر دغو څرګندونو، له مذهبي علماوو سره پر ملاقات او په مدرسو کې د ممکنه اصلاحاتو پر موضوعاتو نیوکې کوي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مذهبي چارو د مرکزي وزیر نورالحق قادري پر شکمن افراطي تقریر باندې هم نیوکي کیږي.

هغه په نزدې ورځو کې د مذهبي ډلو ټپلو په یوه غونډه کې دغه څرګندونې کړي وې چې پکښې یو مذهبي اقلیت باندې نیوکې شوي وي.

د یو شمیر انتقاد کوونکو په آند د هغه دغه څرګندونې د مذهبې کرکې خپرولو په جمله کې راځي. په دغه غونډه کې د حافظ سعید په گډون ځيني جهادي مشران هم موجود ول.

د ټولنیزو چارو د کارپوهانو په آند پر ځينو مدرسو او له هغوی سره تړلو ګوندونو باندې دا تور دی چې په هیواد کې یي فرقوي ډلي خپرې کړې او مذهبي همغږۍ ته یي زیان رسولی.

Madrassa Pakistan
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د دویچه ویله د اردو څانګي ځایي خبریال د تعلیمي چارو کارپوه ډاکټر مهدي حسن، له قوله لیکلي دي چې په مدرسو کې د اصلاحاتو هڅې ښایي هیڅکله بریالۍ نه شي: «تر مخه هم عمران خان د افغان طالبانو له پلار مولانا سمیع الحق سره ملاقات کړي ول او د هغه مدرسې ته یي زیاتې پيسې هم ورکړې وي. نو آیا هلته اصلاحات رامنځ ته شول؟ دا په داسې حال کې ده چې د دغو مدرسو تعلیم د عصري دور له غوښتنو سره همغږی نه دی او نه پرې کاري فرصتونه برابریږي. خو مذهبي مشران به په هیڅ صورت د مدرسو نصاب بدل نه کړي او نه به پکښې کومه مداخله وزغمي، ځکه چې دغه ادارې یوازې مدرسې نه دي، بلکې د مولوي صاحبانو سیاسي کلاګانې هم دي.»

په تیرو وختونو کې پر سعودي عربستان هم دا تور لګیده چې په پاکستان کې یي د داسې مدرسو مالي مرسته کړې چې مذهبي کرکه، فرقه پالنه او افراطیت خپرولو کې لاس لري. د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال داسې انګیرل کیده چې په پاکستان کې ښایي د سعودي عربستان نفوذ کم شي، خو د اوسني حکومت واک ته د تر رسیدو وروسته دغه نفوذ بیا مخ پر ډیریدو دی. په دې هکله مهدي حسن، په خپلو څرګندونو کې وویل چې ښایي سعودي عربستان هم د اصلاحاتو پر وړاندې خنډ اوسي.

د پاکستان مشهور تاریخپوه ډاکټر مبارک علي، وایي چې په پاکستان کې د دیني مدرسو په نصاب کې اصلاحات ممکن نه دي: «د اصلاحاتو مطلب دا دی چې تاسې د مدرسو ماشومانو ته ریاضي، کیمیا، کمپیوټر ساینس او نور مضامین تدریس کړئ. خو آیا زموږ مولوي صاحبان دا مضامین تدریسولی شي؟»

ځیني کارپوهان په دې نظر دي چې په پاکستان کې د سعودي عربستان د پانګونې وروسته ښایي د ممکنه اصلاحاتو چارې نورې هم له ستونزو سره مخامخ شي. د تعلیمي چارو کارپوه پرویز هود بهایي، پر دې موضوع د دویچه ویله له ځایي خبریا سره په خبرو کې ویلي دي: «لومړی موږ د لال مسجد واله خوشاله کړل او د هغې نتیجه مو هم ولیده. دا عمل د دولت او سیاسي مشرانو د کمزورتیا ښکارندوي کوي.» هغه په دې آندی دی چې د سعودي عربستان تر پانګونې وروسته هغه مدرسې چې د هغوی په اجندا پر مخ ځي، نور به هم وده وکړي.

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشیف څخه: