1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان ټاکنې ګټلي، خو باید ائتلافي حکومت جوړ کړي

۱۳۹۷ مرداد ۵, جمعه

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د جمعې په ورځ د ۹۵ سلنه رایو تر شمیرولو وروسته د عمران خان تحریک انصاف ګوند د ټاکنو ګټونکی بللی. خو هغه د یوه حکومت جوړلو له پاره اکثریت نه دی تر لاسه کړی او باید یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/32Aqi
Pakistan Imran Khan, neuer Premierminister
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Reza

د آلمان او رويترز خبري آژانسونو، په خپلو رپوټونو کې د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون له قوله لیکلي دي چې د عمران خان پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند له ۲۶۹ څوکیو څخه ۱۱۰ ګټلي دي. په اصل کې ۲۷۲ څوکۍ دي خو د درو څوکیو له پاره لا ټاکنې نه دي شوي. تر دغه ګوند وروسته د پخواني لومړي وزیر نواز شریف پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند بیا ۶۳ څوکۍ ګټلي دي او پاکستان پیپلز ګوند بیا د پارلمان ۴۲ څوکۍ ګټلي دي. ښایي رسمي نهایي پایلې د ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

عمران خان، د پنجنشبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۲۶مه) چې لا نیمایي رای شمارل شوې وې د خپلې بریا اعلان کړی وو. خو پي ټي آی ګوند په پارلمان کې اکثریت نه دی تر لاسه کړی او یوه ائتلافي ملګري یا آزادو کاندیدانو ته اړتیا لري، څو حکومت جوړ کړی شي.

د عمران خان د ګوند ویاند فواد چوهدري، ویلي دي چې لا تر مخه د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو هڅې پیل شوي دي. د هغه په خبره هم له آزادو کاندیدانو او هم له متحدینو سره د خبرو هڅې روانې دي خو په خبره یې دغه پروسه ښایي څو ورځي وخت ونیسي.

Pakistan Wahl | Auszählung der Stimmen in Karatschi
د کراچۍ په یوه انتخاباتي حوزه کې د رایو شمیرلو پروسهانځور: Reuters/A. Soomro

د ټاکنو شخړه ایزي پایلي

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند، پيپلز ګوند او همداشان ځینو نورو کوچنیو ګوندونو په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کړې دی او ځینو خو یي آن ویلي دي چې د ټاکنو پایلې به و نه مني.

د ټاکنو پر کمیسیون باندې هم نیوکې کیږي. د ګوندونو په وینا تر ټاکنو دوې ورځې وروسته هم پایلې جوتې نه وې چې په خپله په ټاکنو کې د لاس وهنو په معنی دي. خو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د ټاکنو د رایو شمیرولو بهیر د نوي تخنیکي سیستم له کبله په کراره شوی وو.

په ټاکنو کې د درغلیو تورونه د یوه تریخ تر سره شوي ټاکنیز کمپاین په تعقیب لګول کیږي، چې ډیر ترهګریز بریدونه پکښې وشول. په دغه ترڅ کې کابو ۲۰۰ انسانان ووژل شول. د عمران خان مخالفینو تل تور لګاوه چې د پاکستان پوځ یې په غیر قانوني توګه ملاتړ کړی دی.

عمران خان تیره ورځ په خپله یوه وینا کي وویل چې د اپوزیسیون د تورونو د څیړلو په برخه کې به همکاری وکړي. پر دې سربیره هغه له خپلو ګاونډیو هیوادونو هند او افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هوډ څرګند کړ. له امریکا متحدو ایالاتو سره د اړیکو په هکله عمران خان وویل چې داسې اړیکي باید وي چې دواړه لوري ترې ګته واخلي.