1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: هندي پیلوټ به د جمعې په ورځ آزاد کړو

۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ویلي چې پاکستان پلان لري چې نیول شوی هندی پیلوټ د جمعې په ورځ آزاد کړي. د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سختې ترینګلتیا د راکمیدو په برخه کې دا اقدام د پام وړ ګام بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/3EGKQ
Pakistan Isalamabad - Premierminister Imran Khan
انځور: picture-alliance/AA/Pakistan Prime Ministry Office

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، پارلمان ته په خپله وینا کې وویل: «موږ به سبا [د جمعې ورځ] د سولې له پاره د ښه نیت له مخې نیول شوی هندي پیلوټ آزاد کړو.»

د عمران خان دغه اعلان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له څرګندونو څو ساعته وروسته کیږي چې ویلي یي وو چتمو دي چې د ترینګلتیا د راکمیدو له پاره هندي پیلوټ آزاد کړي. د چهارشنبې په ورځ پاکستان د دوو هندي الوتکو د راغورځولو خبر ورکړ او ویي ویل چې یو پیلوټ یي نیولی هم دی.

د سویلي آسیا د دغو دواړو هیوادونو تر منځ وروسته له هغې اړیکې لا پسې ترینګلې شوې چې د هند جېټ الوتکې د سه شنبې (د ۲۰۱۹م کال د فیبرورۍ ۲۶) په ورځ د هغوی د خپلې وینا له مخې د پاکستان خاورې ته ننوتې او یو شکمن ترهګریز مرکز یي په نخښه کړ. دا د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۹۷۱م کال تر جګړې وروسته لومړنۍ هوایي برید انګیرل کیږي.

هند ویلي وو چې د جیش محمد ډلې، شا او خوا ۳۵۰ یاغیان یي په دغه هوایي برید کې وژلي دي. د جیش محمد ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د فیبروري پر ۱۴مه نیټه د شوي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو چې شا او خوا ۴۰ هندي امنیتي ځواکونه په کې وژل شوي وو.

خو پاکستان وویل چې د هند بمونه په غرنۍ سیمه کې لګیدلي او هیڅوک په کې نه دي وژل شوي. پاکستان بیا د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی هغه مهال دوې هندې الوتکې وویشتې چې د پاکستان خاورې ته ننوتې وې.

قریشي په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې عمران خان غواړي د سولې په موخه له نریندرا مودي سره خبري وکړي. د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو د حکومت د دې نوښت ملاتړ کړی چې د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړې مخه ونیول شي. دواړو هیوادونو تر اوسه درې ځله یو له بل سره جګړه کړې.

دغه نوی تحول په داسې یوه وخت کې رامنځ ته کیږي چې د نړۍ یو شمیر هیوادونو له واشنګټن څخه نیولی تر پیکینګ پورې له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې د وضعیت د لا ترینګلي کیدو مخه ونیسي. په سملاسي توګه د وضعیت د یو څه ښه کیدو ځینې نخښې نښانې لیدل کیږي چې په ترڅ کې يي پاکستاني چارواکو د ټول هیواد په کچه بیرته هوایي حریم پرانیست او له خپلو ټولو هوايي ډګرونو څخه یي د سوداګریزو الوتنو د تر سره کیدو ته اجازه ورکړه.

تر دې دمخه پاکستاني چارواکو د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د کنټرول کرښې ته څیرمه د کلیو په خالې کولو لاس پورې کړی وو په داسې حال کې چي هندي چارواکو د ترینګلتیا له کبله د ښوونځیو د تړلو امر کړی وو.