1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان هند له نازي آلمان سره پرتله کړ

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ په خپل ګاونډي هیواد هندوستان کې له دیکتاتورۍ څخه خبرداری ورکړ. هغه دغه څرګندونې په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Wg6I
Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan
انځور له آرشیف څخه

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د عمران خان له قوله لیکلي دي چې د نریندر مودي په مشرتوب د هند حکومت له ۱۹۳۳م کال څخه تر ۱۹۴۵م کاله پورې په آلمان کې رامنځ ته شوي تحولاتو یادون تازه کوي چې یوه لیبراله دیموکراسي په یوه فاشیست دولت واوښته.

د عمران خان په خبره «که چیرې زه یو هندی وای، په هماغه ډول به ویریدلی وای، لکه خلک چې په نازي آلمان کې ويرېدل» چي روڼ آندي، ژورنالستان او عادي کسان په نخښه کېدل.

عمران خان په هند کې په وروستیو کې د تصویب شوي یوه قانون په هکله انديښنه څرګنده کړه چې د هند ګاونډیو هیوادونو افغانستان، پاکستان او بنګله دیش څخه د غیر مسلمانو له پاره مهاجرت آسانوي.

د هند نفوس ۱،۳ میلیارده دی چې شا او خوا ۲۰۰ میلیونه یې مسلمانان دي. د پاکستان د نفوس زیاتره برخه بیا مسلمانان دي.

عمران خان په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې دغه موضوع یې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په ملاقات کې یاده کړې ده.

د هغه په خبره د هند پالیسي چې د اکثریت هندو ټولني په حق کې دي د هتلر د تبعیضي پالیسو یاد تازه کوي.

عمران خان خبرداری ورکړ چې د دغه قانون د تصویب وروسته د هند داخلي ترینګلتیا له پاکستان سره د پوځي تقابل خطر هم زیات کړی دی.

د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د دغه قانون تر تصویبدو وروسته په هند کې د مسلمان لږکیو او محصلینو له لوري له تاوتریخوالي ډک لاریونونه هم شوي دي.