1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د مودي د لوړې مراسمو ته نه بلل کیږي

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

دوو هندي سرچینو ويلي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د خپل هندي سیال نريندر مودي، د لوړي مراسمو ته دعوت نه شي. خان د یکشنبې په ورځ له مودي سره تلیفوني خبرې کړې وې او هغه ته یې تبریکي ویلې وه.

https://p.dw.com/p/3JIR7
Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: picture-alliance/AA/Iranian Presidency

د هند لومړی وزير نريندر مودي به د پنجشنبې په ورځ د دويمې دورې له پاره د هندوستان د لومړي وزیر په توګه خپل کار پیل کړي. کارپوهان وايي چې په ټاکنو کې د مودې د بریا یو لامل له پاکستان سره د رامنځ ته شویو تازه تاوتریخوالو پر وړاندې چلن وو.

پاکستان او هند چې له ۱۹۴۷م کال راهیسې يې تر اوسه درې وارې سره جګړې کړې دي، د همدې کال په فيبروري میاشت کې لا آن د دې ګواښ موجود وو چې دواړه هیوادونه څلورم وار يو له بل سره وجنګیږي. علت یې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر هندي ځواکونو بريد وو چې پړه یې يوې پاکستان ميشتې ډلې پرغاره اخيستې وه.

د هند حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې د بنگله دیش، میانمار، سریلانکا، نیپال او بوتان مشران د مودې د لوړي مراسمو ته وربلل شوي دي.

د حکومت ویاند ویلي دي چې د دغو هیوادونو د مشرانو بلنه د «ګاونډی لومړی» سیاست له مخي شوې ده. د قرغستان او د موریشس، مشران هم وربلل شوي دي.

خو د هندوستان د بهرنیو چارو په وزارت کې دوو سرچینو ویلي دي چې پاکستان به د هغو هیوادونو په نوملړ کې نه وي چې مشران یې د مودي د لوړي مراسمو ته وربلل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي، بیا ویلي دي چې د عمران خان د نه بلل کیدو لامل د هندوستان کورنی سیاست دی، ځکه په خبره یې مودې پر پاکستان نیوکې د خپلو ټاکنیزو مبارزو مهمه موضوع گرځولې وې.

قریشي د پاکستان جیو تلویزیون ته د دوشنبې په ورځ وویل: «که سړی دا تمه وکړي چې مودي به دغه روایت له منځه یوسې او په پایله کې به یې خپل منتقدین دعوت کړي چې پر هغه نیوکه وکړي، نو دا هر څه ممکن نه دي.»

په ۲۰۱۴م کال کې د مودي د لوړي مراسمو ته د افغانستان، بنګله دیش، پاکستان، نیپال، سریلانکا او مالدیو مشران هم ور بلل شوي ول. په دې کال کې بیا د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف، هند ته تللی وو او د لوړي په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه.

عمران خان د یکشنبې په ورځ مودې ته تليفون کړی وو او هغه ته یې په ټاکنو کې د کامیابیدو مبارکي ویلي وه.

(ms/nz (reuters