1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د سعودي او ایران د منځګړيتوب له پاره تهران ته تللی

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د رامنځته شوي جنجال د کمولو د کوښښونو په ترڅ کې تهران ته تللی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې سفر موخه سیمه ایز امنیت او ثبات دی.

https://p.dw.com/p/3RCmB
USA Pakistan Premierminister Imran Khan UN | Hassan Rohani
انځور: Press Information Department Pakistan/I. Masood

د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه د فرانسې خبري اژانس ته د رسیدلو رپوټونو په حواله د ایران له رهبرۍ سره د عمران خان د لیدنې موخه د دوو مهمو رقیبو مسلمانو هیوادونو، سعودي عربستان او ایران ترمنځ د رامنځته شوي تشنج کمول دي.

دا په روان کال کې ایران ته د عمران خان دویم سفر دی چې ترسره کیږي. ټاکل شوې ده چې خان به د ایران د ولسمشر حسن روحاني ترڅنګ د مذهبي مشر آیت الله خامنایي سره هم وويني.

مخکې تر دې د پاکستان لومړي وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې هم له حسن روحاني سره لیدلي وو. په دغو خبرو اترو کې د دوه اړخیزو معاملاتو، د سیمه ایز امنیت او د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د روان کړکیچ پر موضوعاتو بحث شوی وو.

خان تر ایران وروسته سعودي ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله عمران خان به د تهران تر دورې وروسته د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته لاړ شي او هلته به د سعودي عربستان له رهبرۍ سره هم وویني.

د دې سفر یو اړخ دا هم دی چې که څه هم پاکستان د سعودي عربستان پخوانې متحد دی، خو په دې وروستیو اونیو کې د تهران او ریاض د مناسباتو د خرابیدو په جریان کې، اسلام آباد تر ډیره بریده هڅه کړې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې متوازن او غیر جانبداره وساتي.

ایران له سعودي سره خبرو ته تیار دی

تهران ته د پاکستان د لوموړي وزیر تر سفر مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو چې که یو څوک د ایران او سعودي ترمنځ د منځګړتوب کوښښ وکړي او که ونه کړي، تهران د ریاض له حکومت سره خبرو اترو ته تیار دی.

د ایران د دولتي نشریاتي  ادارې آې آر آی په حواله، کله چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عباس موسوي څخه پوښتنه وشوه، چې آیا د پاکستان لومړی وزیر د منځګړتوب له پاره تهران ته را روان دی؟ موسوي وویل چې زه د کوم منځګړتوب څخه خبر نه یم.

د موسوي په حواله: «ایران دا اعلان کړی دی چې د کوم دریمګړي یا بی له دریمګړي، ایران د سعودي عربستان په ګډون له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د دې مفکورې په اساس خبرو اترو ته تیار دی چې که په هر ډول کومه غلط فهمې موجوده وي، نو باید هغه ختمه کړای شي.»

(AP)sn/aa