1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: د تورخم سرحدي دروازه به ۲۴ ساعته پرانیسې وي

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې په شپږو میاشتو کې به د تورخم بندري دروازه ۲۴ ساعته د سوداګرو او عادي خلکو پر مخ پرانیستي وي. افغان ځايي چارواکي وایي چې له دې سره به د ډیرو سوداګرو ستونزې حل شي.

https://p.dw.com/p/3CMTF
Afghanistan Flüchtlinge am Khyber Grenzübergang nach Pakistan Archivbild
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د دوشنبې په ورځ پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره وویل چې حکومتي ادارو ته یې دنده سپارلې ده چې د شپږو میاشتو په موده کې داسې تدابیر ونیسې چې له مخې به یې د تورخم بندري دروازه ۲۴ ساعته د سوداګرو او عامو وګړو پر مخ پرانیستي وي.

عمران خان ویلي دي: «دا اقدام به د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو ورونو هیوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو په ډیرولو کې ډیر مهم وي.»

اوس د تروخم سرحدي دروازه د افغانستان پر وخت د سهار پر شپږ نیمو بجو پرانیستل کیږي او د ماښام پر اوونیمو بجو تړل کیړي.

د تورخم یوه سرحدي افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ځکه د کورنیو چارو وزارت د وروستي امر له مخې ځايي چارواکي له همغږۍ پرته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، دویچه ویله ته وویل: «له دې کبله چې د پاکستانيانو له خوا بدني او د موټر تلاشي ډیر وخت نیسي نو هره ورځ ډیر موټر د افغانستان لوري ته بند پاتيږي، خو د پاکستان له لورې بیا ډیر موټر افغانستان ته راځي.»

د ځایي چارواکو په حواله اوس هره ورځ د لسو او ۱۲زرو تر منځ کسان له دې بندرې دروازې اوړي را اوړي او د۷۵۰ په شاوخوا کې لارۍ موټر ځي او راځي.

دغه ځایي چارواکي وویل: «که پوله ۲۴ ساعته پرانیستې وي نو لارۍ موټر به ډیر انتظار ته اړ نه شي. د سوداګرو او ځايي اوسیدونکو غوښتنه هم همدا ده.»

تر دې مخکې ځینو افغان سوداګرو داسي شکایت کړی وو چې پر تورخم یې له مالونو ډکې لارې آن تر ۱۵ ورځو پورې انتظار ته اړیږي.

زموږ له ارشيف څخه: