1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د ائتلافي حکومت پر جوړولو پیل کړی

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

عمران خان له حد اقل يوه واړه ګوند او نورو خپلواکو سياستوالو سره د حکومتي ائتلاف جوړولو په سر خبرې پيل کړې خو نورو ګوندونو د ټاکنو پایلې رد کړې. امریکا او د اروپايي ټولنې څارونکو هم د درغلیو په اړه اندیښنه ښولې ده.

https://p.dw.com/p/32G8c
Pakistan Imran Khan und Tehreek-i-Insaf-Sprecher Fawad Chaudhry
انځور: AFP/Getty Images

د پاکستان د احتمالي نوي لومړی وزیر عمران خان ګوند د انتظار په پرتله لا ډېرې رايې په لاس راوړې دي چې ښايي د رايو شمېر يې کابو ۱۷ ميليونو ته ورسيږي، په داسې حال کې چې پخواني صدراعظم نواز شريف چې اوس زندان ته لوېدلی دی، يوازې کابو ۱۳ ميليونه رايې خپلې کړې دي. خو هغه ۱۱۶ څوکۍ چې د عمران خان استازو اوس ګټلې دي، کافي نه دي څو په ۲۷۲ څوکۍ لرونکې ملي اسمبلۍ يا ولسي جرګه کې اکثريت کسب کړي. له دې کبله عمران خان د حکومت د جوړولو له پاره د ائيتلافي ملګرو ته اړتيا لري، خو هغه له دواړو نورو لويو ګوندونو سره د ائتلاف جوړول رد کړي دي ځکه چې هغه يې فاسد بولي.

د عمران خان د تحريک انصاف يا د پاکستان د عدالت د غورځنګ چارواکو وويل چې له خپلواکو کانديدانو او لږ تر لږه يوه بل سياسي ګوند سره يې خبرې پیل کړې دي څو يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. د تحريک انصاف د ګوند وياند فيصل جاويد خان وويل: «موږ په ملي اسمبلۍ کې خورا ډېر کسان يو... له ام کيو ام ګوند سره هم خبرې روانې دي.»

د ام کيو ام يا متحده قومي غورځنګ په نوم ګوند د لسيزو راهيسې په بندري ښار کراچۍ کې سياسي واګي په لاس کې لرلې ده او په دغو عمومي انتخاباتو کې يې اوس شپږ څوکۍ ګټلې دي، وروسته له هغه چې د ډېرې مودې مشر الطاف حسين يې ګوښه کړی دی. د تحريک انصاف وياند وويل چې عمران خان به ښايي د اګست په ۱۴مه نېټه، يعنې د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د لومړي وزیر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي. د دغه ګوند يوه بل وياند نعيم الحق، وويل چې ګوند به يې په تر ټولو ډیر نفوس لرونکي ایالت، پنجاب کې هم حکومت تشکيل کړي.

له خنډ او ځنډه ډکې ټاکنې

د پاکستان ټاکنې له اوږده ځنډ او ډېرو خنډونو سره مل تر سره شوې، په داسې حال کې چې د رايو شمېرنې هم ډېر وخت ونيو او د درغلۍ تورونه بيا د نواز شريف د مسليم ليګ ګوند له خوا ورباندې پورې شول.

ځينې واړه ګوندونه اوس آن دا ګواښ کوي چې د سړک په سر احتجاجونه به په لاره واچوي که بيا ځلې ټاکنې تر سره نه شي. د نواز شريف ورور شهباز شريف، د شنبې په ورځ وويل چې هغه په شمالي ښار مانسېره کې د ګوند د يوه غړي د وژل کېدو له کبله «په قهر» دی او زياته يې کړه چې د ګوند له خوا د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه يې قانوني حق دی. شريف پر تويتر ټولنیزې شبکې ليکلي دي: «مسليم ليګ ن يو سوله خوښونکی ملي سياسي ګوند دی. د ډار خپرول او دباو [فشارونه] زموږ حقونه نه شي [تر پښو] لاندې کولای.»

عمران خان وړانديز کړی دی چې د درغليو د هر ډول ادعاو پلټنه به وشي. «مسليم ليګ ن» او نور ګوندونه بيا ادعا کوي چې ټاکنې د ځواکمن پوځ له خوا د کريکټ د پخواني اتل عمران خان په ګټه برابرې شوې دي. د اروپايي اتحاديې له خوا د ټاکنو څارونکو له انتخاباتو د مخه لا سياسي فضا د شک او اندیښنې وړ بللې وه چې په خبره يې ځينو ګوندونو ته ورته او عين چانسونه نه دي ورکړل شوي. په خپلو لومړنيو ارزونو او موندنو کې څارونکو ويلي دي چې دغه ټاکنيز بهير د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو په پرتله «هومره ښه نه وو» او د کمپاين په اوونۍ کې «برابري کمه» وه يعنې دا چې ټولو ګوندونو ورته چانسونو نه لرل. د امريکا متحده ايالاتو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.