1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«عمران خان بيا نړيوال ديپلوماتيک آداب نقض کړل»

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

په خواله رسنيو کي د ديپلومداتيکو آدابو د نقض له کبله د پاکستان پر لومړي وزير عمران خان سختې نيوکي روانې دي. دا لومړی ځل نه دی چي خان د دې ډول انتقادونو سره مخامخ کيږي.

https://p.dw.com/p/3KRnI
Kyrgyzstan Gipfeltreffen Imran Khan
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/G. Sysoev

د کوم وخت راهيسي چي عمران خان د پاکستان د لومړي وزير په توګه لوړه کړې ده، نو په زياته د هيواد څخه دباندي سفرونو پر وخت هغه د خواله رسنيو د بحثونو موضوع اوسېدلی دی. تر ټولو نوي بحثونه د هغه وروسته راوپارېدل، کله چي عمران خان د قرغيزستان به پلازمېنه بيشکک کي د شنګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشريزي پر وخت دپيلوماتيک پروتوکول مات کړ.

په ټويټر پاڼه کي د پاکستان د تحريک انصاف د ګوند د دغه مشر هغه ويډيو لاس پر لاس کيږي، چي پکښي د ياد پروتوکول ماتول کېدل تر سترګو کيږي. په دغه غونډه کي هر مشر چي معرفي کيږي او خپل ټاکل سوي ځای ته راځي نو تر هغه وخت پوري د احترام له مخې ولاړ پاته کيږي، تر څو چي د کوربه هيواد مشر راځي او هغه معرفي کيږي. خو کله چي د عمران خان نوم اخيستل کيږي او هغه خپل ځای ته راځي نو د دې پر ځای چي ولاړ پاته سي، کښيني. کله چي ويني چي يوازنی ناست کس هم دی دی، نو يو وار ولاړيږي او بيا هم بېرته کښېني، حال دا چي نور ټول لا ولاړ وي. د خواله رسنيو زياتو مبصرينو ليکلي چي په دې توګه »عمران خان بيا نړيوال سفارتي آداب نقض کړل«.
د پاکستان تر څنګ په ګاونډي هيواد هند کي هم د عمران خان ديپلوماتيک آداب د تبصرو توده موضوع ده. په دې ترڅ کي ژورنالست رمیش راماچندرن پر خپله تويټر پاڼه په طنز کي ليکلي چي »نور هم بايد له عمران خان څخه ديپلوماتيک آداب زده کړي.«

د يادولو وړ ده چي تېره مياشت چي کله د اسلامي هيوادونه د سازمان غونډه په سعودي ښار مکه کي جوړه سوې وه، نو عمران خان د کوربه شاه سلمان سره د خبرو پر وخت هغه ته خپلې خبري وکړې او پسي روان سو. بېله دې چي انتظار وباسي چي د شاه سلمان ژباړونکی هغه ته د عمران خان د خبرو ژباړه وکړي او په دې توګه د عمران خان د خبرو ممکنه جواب ورکړي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم: