1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي امارات: د تجارتي بيړيو پر وړاندي ورانوونکي عمليات

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

په هغو کي د سعودي عربستان يو ټانکر هم شامل دی چي تيل يي امريکا ته انتقالول. په الفجيره امارات کي د دغو عملياتو علت تر اوسه نه دی روښانه. په سيمه کي بحراني حالت ته په کتو سره غوښتنه سوې چي له احتياطه کار واخيستل سي.

https://p.dw.com/p/3IOuZ
Saudi-Arabiens Energieminister Chalid al-Falih
انځور: picture-alliance/dpa/L. Niesner

د متحده عربي اماراتو د ختيځ ساحل مخي ته يوې پيښې په سيمه کي د امريکا او ايران ترمنځ ګړکيچ ته نوره هم لمن وهلې ده. په ابوظبي کي د بهرنيو چارو وزارت په حواله د يکشنبي په ورځ له څلورو بيلابيلو هيوادونو څخه تجارتي باروړونکو کښتيو پر وړاندي تخريبي عمليات ترسره سوي دي.

د سعودي د نفتو وزير خالد ال فالح ويلي دي چي په دغو عملياتو کي د سعودي دوه ټانکرونه سخت زيانمن سوي دي، خو ځاني تلفات يي نه درلودل او نه هم زهري مواد او تيل ورڅخه راوتلي دي.

د ال فالح په خبره يوه له دغو بيړيو څخه د راس تنوره بندر پر خوا روانه وه تر څو د سعودي له اومو تيلو څخه ډکه او وروسته په امريکا متحده ايالاتو کي د آرامکو په نامه د سعودي د تيلو دولتي کمپنۍ مراجعينو ته ورسول سي.

ال فالح زياتوي د نوموړو عملياتو هدف داوو چي په ټوله نړۍ کي د سمندر آزادي او د تيلو ډاډمن انتقال له ګواښ سره مخامخ سي.

دغه ډول تخريبي يا ورانووکي عمليات په کوچني بندري امارت الفجيره کي ترسره سوي چي د ۱۴۰ کيلومتره په شاوخواکي د هرمز له تنګې څخه چي ستراتيژيک ارزښت لري، لويديځي خواته ليري پروت دی.

دغه بندر تر ټولو د مخه د تيلو د تجارت له پاره مهم ځای شميرل کيږي. د هرمز تنگي له لاري د نړۍ د تيلو يو پر دريمه برخه تجارت ترسره کيږي.

د دغو تخريبي عملياتو په اړه خبر يوازي څو ساعته وروسته له هغه ورکړل سو چي ايراني او لبناني آژانسونو په الفجيره کي د چاودني خبر خپور کړ. د متحده عربي اماراتو چارواکي تر اوسه لا له دې څخه ډډه کوي چي د نوموړي پيښې په هکله جزيات وړاندي کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د کښتۍ چلولو ادارې غوښتنه کړې چي په سيمه کي د کښتيو د تګ راتګ پر وخت له احتياطه کار واخيستل سي. د می مياشتي په پيل کي لا په سيمه کي د ايران او امريکا ترمنځ کړکيچ ته په کتو سره، امريکايي تجارتي بيړيو ته خبرداری ورکول سوی وو چي ښايي د ايران له خوا په نخښه سي.

امريکا متحده ايالاتو څو ورځي مخکي د نورو تر څنگ په منځني ختيځ کي د خپلو مېشتو نظامي واحدونو څخه یوه الوتکه ليږدوونکې بيړۍ سيمې ته استولې او خپلې ستري بم غورځوونکې الوتکې بي ۵۲ يې په قطر کې په خپله پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای کړې چي د دې کار دليل يي ايران ته ګواښل په ګوته کړي.

له بلي خوا بيا د ايران د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند په الفجيره کي دغه پيښه خطرناکه او بيروونکې بللې او د هغې د څيړلو غوښتنه يي کړې ده.

(G.P/N.Z/(afp, ap, dpa, rtr