1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي ائتلاف په يمن کې اوربند اعلان کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۰, چهارشنبه

په يمن کې لومړی حوثي ياغيانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو اوس د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف هم دا ډول اوربند اعلان کړی دی. خو حوثي ياغيانو د اوربند وړاندیز رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/49EWm
Raketen-Angriff im Jemen
انځور: Hani Al-Ansi/dpa/picture alliance

د اس پي ای دولتي خبري آژانس په حواله د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف اعلان کړی دی چې د روژې مياشتې په مناسبت په یمن کې خپل پوځي عملیات دروي. زیاته شوې چې اوربند سر له نن چهار شنبې (۲۰۲۲م کال د مارچ ۳۰) پلی کيږي.

دا اوربند په داسې حال کې عملي کيږي چې «يمنيان په خپلو کې سره سلا مشورې» کوي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف زياته کړې چې اوربند «د خبرو اترو د برياليتوب له پاره د مناسبو شرائطو د رامنځته کولو» موخه لري او دا چې د روژې په مقدسه میاشت کې په يمن کې د سولې له پاره يو مثبت چاپيريال رامنځته کړل شي.

خو حوثي ياغيان د چهار شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې په رابلل شوې غونډه کې ګډون نه کوي، ځکه دا د هغوی په نظر د دښمن سيمه ده. د ریاض په دغه غونډه کې د نړيوالو له خوا په رسميت د پيژندل شوي يمني حکومت، امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو استازي ګډون کوي.

خو حوثيانو د اوربند دا وړاندیز رد کړی دی او ويلي یې دي چې د بندرونو له بيرته پرانيستل کيدو پرته به د اوربند دا وړاندیز هیڅ معنی ونه لري. د حوثيانو مشر محمد البخيتي د تويتر له لارې ويلي چې «د يمن جبري کلابندي» يوه پوځي کړنه ده، ځکه چې هغه د وسلې په زور عملي کيږي.» نوموړي زياته کړه چې تر څو کلابندي له منځه نه وي تللي، د ائتلاف اعلان بې معنی دی. هغه زياته کړې: «دا په دې معنا ده چې موږ به د محاصرې د ماتولو له پاره خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړو.»

د حوثيانو يو وړاندیز

حوثي ياغيانو د اونۍ په پای يعني شنبې او يکشنبې ورځو کې لومړی د يوه درې ورځني اوربند اعلان کړی وو او د «دايمي» ډز بند وړاندیز یې هم کړی وو. د ياغيانو يو بل مشر مهدي المشاط ويلي ول: «موږ چمتو يو دا [درې ورځنی اوربند] په يوه وروستي او دومداره مکلفيت بدل کړو.»

ملګرو ملتونو پر ښکيلو اړخونو د روژې په میاشت کې د اوربند د رامنځته کولو غږ کړی وو څو په یمن کې د بشري بحران شدت يو څه را کم شي.

دمګړی يو شمير بيړيو ته چې په تيلو بار دي، د الحديده بندر ته د داخليد اجازه نه ورکول کيږي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يمن پر سمندري او هوايي قلمرو کنترول لري.

پر صنعا او الحديده هوايي بریدونه

تر دې مخکې حوثي ياغيانو په سعودي عربستان کې يو شمیر هدفونه په نخښه کړي ول چې په هغه کې په جده کې د فورمل – ۱ د سیاليو ځغاسته ليکې ته څېرمه د تيلو يوه دستګاه هم شامله وه. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يکشنبې په ورځ د حوثيانو له خوا پر اعلان شوي اوربند سربیره هم پر صنعا او الحديده ښارونه هوايي بريدونه وکړل. په دې بريدونو کې د پنځوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.

د يکشنبې په ورځ ياغیانو د ډېرو بنديانو پر تبادلې د توافق اعلان هم وکړ. د يمن حکومت ويلي ول چې د «زندانيانو دغه تبادله تر غور لاندې ده.»

په يمن کې له ۲۰۱۵م کال راهېسې د ولسمشر منصور هادي ځواکونه چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هيوادونو له ملاتړه برخمن دي، د حوثي ياغيانو پر ضد چې د ايران ملاتړ ورسره دی، جګړه کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په دې جګړه کې تر اوسه څه نا څه ۳۸۰ زره انسانان وژل شوي او په میلیونو نور تېښتې ته اړ شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (afp, rtre)