1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستان د خاشقجي د قتل په جرم پنځه کسان په اعدام محکوم کړل

۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبه

د سعودي عربستان یوې محکمې د جمال خاشقجي د قتل په جرم پنځه کسان په اعدام محکوم کړل. واشنگټن پوست ورځپاڼي ته مقاله ليکونکی خاشقجي تيرکال په ترکيه کي د عربستان په قونسلگري کي ووژل سو.

https://p.dw.com/p/3VGR8
Jamal Kashoggi
انځور: Getty Images/Y. Akgul

د سعودي عربستان څارنوالۍ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د ډسمبر ۲۳مه) خبر ورکړ چي د جمال خاشقجي د قتل په جرم پنځو کسانو ته د اعدام سزا ورکړل سوې ده. په خبر کي راغلي دي چي د وليعهد محمد بن سلمان دوه لوړپوړي سلاکاران بيا بيرته آزاد سوي دي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼي ژورناليست جمال خاشقجي تيرکال په استانبول کي د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کي ووژل سو.

د عربستان د څارنوالۍ په خبرپاڼه کي راغلي دي چي «محکمې پنځه نارينه د مرگ په سزا محکوم کړي دي». د خاشقجي د قتل په تور نيول سوو ۱۱ کسانو له ډلي څخه درو کسانو ته يې »د جرم د پټ ساتلو« په تور په ټوله کې د ۲۴ کاله بند سزا ورکړل سوې ده او نور آزاد سوي دي.

محکمې دغه راز ويلي دي چي په استانبول کي د سعودي عربستان جنرال قونسل محمد العتيبي په دې قتل کي پړ نه وو.

د راپورونو له مخي دغه محکمه د ډيرو لږ ديپلوماتانو او رسنيو له موجوديت پرته ترسره سوې ده.

(n.z/s.r(AFP