1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

عراق: پر پولیسو باندي یوه برید کي لږترلږه ۹ کسان وژل سوي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د عراق په شمال کي نن یکشنبه پر پولیسو باندي یوه برید کي حداقل ۹ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4L7pO
Bombenanschlag auf Autobahn Diyarbakır-Mardin
انځور: DHA

د پولیسو د ارقامو په حواله د شلال المطر په ناحیه کي لمړی یو بم وچاودی او ورپسې سمدلاسه امنیتي قواوي د کوچنیو وسلو پواسطه تر فیرونو لاندي راغلې.
په اول سر کي هیڅ چا د دغه برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست، خو د عراق د فدرالي پولیسو یوه نماینده د داعش ډله د دغه برید مسؤله وبلله. هغه ویلي، چي یو برید کونکی وژل سوی او په دوهم پسي تعقیب روان دی.