د عراق په ناراميو کې ۹ کسان وژل شوي دي
۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبهد شنبې په ورځ (د نوامبر ۹مه) د عراق په پلازمينه بغداد او يو شمير نورو سيمو کې هم خلکو پراخې مظاهرې وکړي. له بغداد څخه د رويټرز خبري آژانس ليکې چې د شنبې ورځې په مظاهرو لږ تر لږه پنځه تنه نورو اعتراض کونکي هم په دغه ښار کې مړه شوي دي.
ځينو نورو سرچينو بیا د وژل شوو کسانو شمیر ۹ تنه ښودلی. په نورو رپوټونو کې ويل شوي چې ۶ کسان په بغداد او ۳ کسان په بصره کې وژل شوي دي.
د وژل شوو کسانو په اړه ويل شوي چې مرمۍ په لګيدلي دي. رويټرز زياتوي چې د شنبې ورځ په اعتراضونو کې ۱۵۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ د قهرجنو اقداماتو او تاوتريخوالو څخه په کار اخيستنې په دې بريالي شول چې د اعتراض کونکو يوه برخه د بغداد ښار له مرکزي سيمې څخه پر شا کړي.
پوليسو د مخکې ورځو په څير، د اعتراض کونکو پر وړاندې له مرميو او اوښکې بهونکي ګازو څخه کار اخيستلی دی.
د عراق صدراعظم د شنبې په ورځ پر يو شمير اشتباه ګانو او نيمګړتياو باندې اعتراف وکړ. عادل عبدالمهدي د انتخاباتو په قانون کې داصلاحاتو خبره وکړه او دغه راز يې وويل چې روان اعتراضونه په حکومت او سياسي ګوندونو کې د يو لړ لازمو اصلاحاتو او تغييراتو د رامنځ ته کيدو سبب ګرځيدلي دي.
د عراق صدراعظم په عين حال کې ټينګار کړی دی چې روان اعتراضات بايد په چټکۍ سره ودرول شي تر څو خلک خپل عادي ژوند ته مخه کړي.
په عراق کې اعتراضونه د اکتوبر مياشتې له لومړيو څخه پيل شوي دي. اعتراض کونکي د سياسي اصلاحاتو او په حکومت کې د شته مالي فساد پر وړاندې د مبارزې غوښتونکي دي. دغه اعتراضونه په سر کې په پلازمينه بغداد کې پيل شول چې ډير ژر يې لمن د عراق نورو ښارونو ته ورسيده.