عجيب او غريب سمارق يا مرخېړۍ وپېژنئ ـ انځوريز راپور
څوک ورته سمارق، څوک ورته مرخېړۍ، ستوری يا پوڅکۍ وايي. په دغو کي ځینې يې د خپلو عجيب او غريب شکلونو له کبله د شيطان غاښونه، د مړو ګوتي يا راشنه سوي مغزو په شان نومونه لري. بعضي يې دلته وپېژنئ:
د بدبويي صندوق
د نورو مرخېړيو په شان دغه مرخېړی نه نبات دی او نه هم حيوان. ساينس مرخېړیو ته د ژوندي څيزونو جلا کتګوري لري. په دغه انځور کي د «بدبويي صندوق» وينۍ چي د ورستو او خوسا غوښوبد بوی ورکوي. تعافن ته ورته دغه بد بوی پر مچانو او نورو حشراتو داسي ښه لګيږي چي دغې مرخېړي ته ځان رسوي خو هلته پر سريښناکه سطحه بند پاته کيږي.
نه خطر لري نه ښه خوند
دغه سره بازوګان لرونکې مرخېړی په آسټراليا، نيوزيلاند او ماليزيا کي موندل کيږي. په آلمان کي د دغه ډول مرخېړی په ۱۹۳۴ کال وموندل سوې. په داسي حال کي چي زيات شمير مرخېړي زهرناک او حتی وژونکي وي، خو په دغه انځور کي تر سترګو کېدونکې میرخړی زهرناکه نه دی. که يې څوک باندنۍ سريښناکه سطحه ليري کړي نو خوړلای يې سي. خو خوړونکی کس بايد دا توقع ونه لري چي دا به کوم خوندور شی وي.
بېروونکي لاسونه
دغه ډول مرخېړي ته د «مړي ګوتي» هم ويل کيږي. دغه مرخېړی عموما پر مړو سوو او وچو سوو ونو راخيژي. د دغه ډول رنګ تور، يا توراو نصواري کيدلای سي. خو په دننه کي دغه مرخېړي تارناکه او سپين دي.
له وينو ډک غاښونه
د دغه مرخېړي علمي نوم «هيودانېلوم پېکي» دی. کله چي دغه مرخېړي ستر سي نو له دننه څخه يې بهر ته د سره رنګ مايع افرازيږي. له دې کبله دغه مرخېړي ته «له وينو ډک غاښ» يا د «شيطاني غاښ» خطاب هم کيږي. دغه مرخېړي پر باندنۍ سطحه زوزان/اغزي هم لري او له دې کبله يې څوک نه سي خوړلای.
د ساتنې حقدار
«د شيطان غاښ» په نوم مشهور دغه پوڅکی په مرکزي اروپا کي موندل کيږي. دغه مرخېړی ۱۵ بېل اقسام لري چي دا په مرخېړيو کي عادي خبره نه ده. له دې کبله دغه ډول یې د ساتنې حقدار دي. په دغو کي بعضي يې داسي اقسام هم سته چي ورته «د خنځير غوږ» خطاب هم کيږي.
د خنځير غوږ
د دغه مرخېړي علمي نوم «ګومفوس ګوآڅېتوس» دی خو ورته په ولسي ژبه کي «د خنځير غوږ» نوم هم کارول کيږي. په ۱۹۹۸ کال په آلمان کي دغه قسم د کال تر ټولو غوره قسم وټاکل سو. د دغه مرخېړي خوند هم ډېر ښه وي. هغه څوک چي له غوښو څخه پرهېز کوي يا صرف سابه خوري، نو دغه ورته د خوراک په توګه يو بل انتخاب دی.
د مرغانو ځالګۍ
دغه مرخېړی چي علمي نوم يې «سياتوس شتراتوس» دی ورته د «مرغانوځالګۍ» نوم هم کارول کيږي. دغه ډول مرخیړي په نژدې ټوله نړۍ کي موندل کيږي. که څه هم دغه مرخېړی ښکلي معلوميږي خو خوند يې ښه نه دی.
پيغله په پرده کي
دغه مرخېړی هم په بويناکه يا بدبويه اقسامو کي شميرل کيږي. بعضي خلک دغه قسم ته د «پيغله په پرده کي» نوم هم کاروي. د دغه مرخېړي علمي نوم «فيلوس اندوسترياتوس» دی. دغه قسم مرخېړي زيات پروټين او کاربوهايډرېټ لري.
ماغزه يا کولمه
دغه قسم مرخېړي پر ونو راخيژي او جوړښت يې مغزو يا کولمې ته ورته وي. خو دغه مرخېړي بېل اقسام او شکلونه لري. د دغو رنګ بعضي وخت د اومو غوښو په شان تک سور يا د سرو انګورو په شان معلوميږي. که څوک وغواړي، نو کولای سي چي ويې خوري...
غبرګولي
دغه مرخېړي داسي معلوميږي لکه د مور په رحم کي چي غبرګولي جنين يو له بل سره موښتي وي. که څه هم څوک کولای سي چي دغه مرخېړي وخوري خو ښايي د هر چا خوښ نه سي.
غوښي خوړونکی بوټی؟
نه بالکل نه، دغه نه نبات دی او نه هم غوښي خوري. د دغه مرخېړي علمي نوم «تريکولوما کپ» دی. دغه زهرجن نه دی او په مکسيکو کي په خوراکي توکو کي کارول کيږي. په کامرون هيواد کي دغه مرخېړی د غوږ د درد له پاره د درمل په توګه کارول کيږي.
د زمري ورېښته
دغه مرخېړی د خپلي تار لرونکي ګڼي باندنۍ سطحي له کبله د چا پام ځان ته ور اړوي. په ولسي ژبه ورته بعضي کسان «د زمري ورېښته» او بعضي ورته «د بيزو سر» نوم کاروي. په آسيا کي دغه ډول مرخیړي خوړل کيږي هم. په دوديز چينايي طبابت کي دغه د درملو په توګه هم کارول کيږي. خو دغه مرخېړي ډير کم موندل کيږي.