عبدالله په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبهکه څه هم لا د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اوسه پورې د ټولو مرکزونو شمیرې نه دي ترلاسه کړي، په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ وویل چې د ده په مشري ډله بریالۍ شوې او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي. هغه وویل: «په اوسني وضعیت کې به ټاکنې دویم دور ته ولاړې نه شي او د ثبات او همګرایي تیم به راتلونکي حکومت جوړ کړي.»
عبدالله ادعا وکړه چې ترلاسه شوې شمیرې ښيي چې د «ثبات او همګرايي» ډله تر نورو مخکښه ده او کله چې یې په خبره پاکې او نا پاکې رایې یو له بله بیلې شي، نو د دې تیم رایې به لا پسې لوړې شي. هغه وویل: «موږ په تیرو یو دوه ورځو کې له ولایتونو څخه د پایلو د برسي په حال کې وو. او دې پایلې ته ورسیدو چې الحمدالله لوړې رایې لرو.»
لا تر اوسه پورې د ټاکنو د پایلې رسمي اعلان ته ډیر وخت پاتې دی. تر عبدالله مخکې یو شمیر نورو نوماندانو هم د دې ټاکنو د ګټلو ادعا کړې وه. د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار، له ځايي رسنیو سره په مرکو کې ویلي وو چې که درغلۍ و نه شي نو دی د ټاکنو اصلي ګټونکی دی. بل نوماند حکیم تورسن، خو لا تر ټاکنو مخکې ویلي وو چې همدی د افغانستان ولسمشر دی.
(ms/nz (afp