عباس غواړي له اسرائيلو سره د سولي تړون لغؤ کړي
۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعهله هغه وروسته چي اسرائيلو د تیري دوشنبه په ورځ(د جولای۲۲ مه) په ختيځ بيت المقدس کي لس ودانۍ د ۷۰ کورونو سره ونړولې، د فلسطين د خودمختاري ادارې مشر، محمود عباس په رام الله کي د یوې فوق العاده جلسې پرمهال وویل چي موږ به له ۱۹۹۳م کال راهیسي له اسرائيلو سره د سولي تړون لغؤ کړو. دغه خبر د فلسطين خبري آژانس وفأ ورکړی دی.
ویل کیږي چي یوه کمیټه به نن د جمعې په ورځ ددغي پريکړي پر عملي کولو باندي خپل کار پيل کړي. خو عباس دغه ډول تهدیدونه پخوا هم کړي ول، مگر هیڅ وخت عملي سوي نه وه. تر ټولو دمخه له اسرائيلو سره امنیتي گډ کار عملأ جریان لري.
اسرائيل او د فلسطين خودمختاره اداره په مختلفو برخو کي سره همکاري لري. له هغې جملې څخه د اوبو په تهیه کولو او امنیتي برخه کي. او که فلسطينیان له اسرائيلو سره د سولي تړون لغؤ کړي، نو کیدای سي په لويديځ اردن کي امنیتي وضعیت خراب سي.
غیر قانوني نړول
عباس په شرقي بيت المقدس کي فوق العاده جلسه تر هغه وروسته راوبلله، کله چي دغه ۷۰ کورونه د اسرائيلي پوځ له خوا ونړول سول. اسرائيل ددغو کورونو د نړولو دلیل دا راوړي، چي هغه د اسرائيلو هغو دستگاوو ته نژدې جوړ سوي دي، چي اسرائيل غواړي د ختيځ بيت المقدس په الحاق سوي برخه کي د يهودي ناقلينو له پاره نوي کورونه جوړ کړي.
اروپايي ټولني د فلسطيني کورونو پر نړولو باندي انتقاد کړی دی. د دغي ټولني د خارجي مسایلو استازي، فیدریکا موگريني ویلي دي چي د اسرائيلو د ناقلینو سیاست د «بين المللي حقوقو له مخي غیر قانوني» دی.
فلسطينیان پر اسرائيلو باندي تور لگوي چي غواړي د امنیتي دلایلو او ناقلینو کورونو ته د نژدې والي په پلمه هغوی له خپلو سیمو څخه وباسي، تر څو يهودي ناقلينو ته نوي کورونه اعمار او په منځ کي یې ارتباطي لاري جوړي کړي.
عباس پرون پنجشنبه (د جولای ۲۵مه) په خپله وینا کي د اسرائيلو دغه عمل «اتنیکي تصفیه او د بشریت په مقابل کي جنایت وباله.» په عین حال کي هغه له اسرائيلو سره پر«عادلانه، هراړخیزي او دوامداري سولي» باندي ټینگار وکړ.
قطع کیدونکي مذاکرات
اسرائيلو او فلسطينیانو په ۱۹۹۳م کال کي د سولي لومړنی تړون امضأ کړ. خو د یوې دوامداري سولي په خاطر مذاکرات له ۲۰۱۴م کال راهیسی قطع سوي دي. په فلسطيني سیمو کي د اسرائيلو د ناقلینو سیاست د مذاکراتو د نه کولو یو لوی خنډ دی.
اسرائيلو په ۱۹۶۷م کال کي د یوه شپږ ورځنی جنگ پر مهال د نورو ترڅنگ غربي اردن، د غزې تراډه او ختيځ بيت المقدس اشغال کړل. هغوی په دې منځ کي په غربي اردن او شرقي بيت المقدس کي د يهودي ناقلينو له پاره تر ۶۰۰۰۰۰ اضافه کورونه جوړ کړي دي. خو فلسطينیان بیا دغه منطقې دخپل یوه مستقل دولت د جوړولو په خاطر بیرته غواړی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.05.2017)