1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طبیعي ناورینونو دوه میلیارده کسان اغیزمن کړي

۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبه

په نړۍ کې په میلیونونو انسانان تر ناورینونو وروسته په مصیبت کې یوازې پریښوول کیږي. د سره صليب په يوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې په زیاتره پيښو کې د هغوی بدمرغي له موسم سره تړلي وي.

https://p.dw.com/p/37Pqi
Indonesien Lombok - Schäden nach Erdbeben
انځور: picture-alliance/dpa/AP/F. Lisnawati

د سره صیلب د معلوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې شا او خوا دوه میلیارده انسانان په مستقیمه توګه د طبیعي ناورینونو له کبله زیانمن شوي دي. د سره صلیب د ۲۰۱۸م کال په رپوټ کې راغلي دي چې د ۳۷۵۰ رامنځ ته شوو پيښو نیمایي یي سیلابونه دي او په نوره نیمایي برخه کې تر ټولو زیات توپانونه، د ګرمۍ څپې، د ځمکې ښویدنې او اور لګیدنې پيښې، زلزلې او آتش فشانونه شامل دي. د ارقامو له مخې له ۲۰۰۸م کال راهیسې تر ۲۰۱۷م کاله پورې ۷۰۰ زره انسانان د دغه ډول پيښو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې تر نیمایي زیات یې د زلزلو د رامنځ ته کیدو له کبله وژل شوي دي.

د سره صليب او سرې مياشتي فيدراسيون (آی اف آر سي) چې د نړۍ په۱۹۰هیوادونو کې شبکې لري د داووطلبانو تر ټولو ستر مرستندوی سازمان دی.

د دغه رپوټ له مخې له اوږدې مودې راهیسې ټول هغه انسانان چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، مرستې نه تر لاسه کوي او په نړۍ کې په میلیونونو انسانان تر ناورین وروسته په مصیبت کې یوازې پریښول کیږي.

سره صلیب په انتقادي ډول ویلي دي چې په ځینو ماموریتونو کې د نړیوالو سازمانو مرسته کوونکي د اغیزمنو شوو کسانو له نیمایي څخه هم کمې برخې ته لاس رسی پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر اټکل کوي، چې سږکال به ۱۳۴ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا د ځمکې کرې پر سر هر ۵۷ اوسیدونکی کیږي.

زیاته شوې ده چې ملګري ملتونه د ۹۷ میلیونو کسانو غم خوري، او نور نیمایي کسان د خپلو حکومتونو، سره صلیب او نورو سازمانو پر مرستو باندې تکيې ته اړ دي.

خو دا د هر هيواد په هکله صدق نه کوي. سره صلیب هغه عوامل په نخښه کړي دي چې د مرسته کوونکي مخه نیسي. لکه ځینې وختونه خلک تذکره نه لري او د نفوذ د احصایي په ارقامو کې نه وي او د همدغې احصایې له مخې دا اروزل کیږي چې یوه سیمه تر ناورین وروسته څه شي ته اړتیا لري. یا چارواکي له توپیري چلن سره مخامخ لږکيو یادونه نه کوي.

ځینو سیمو ته لاس رسی ګران وي، ځکه چې لاري یې د تیریدو وړ نه وي او یا هم یاغیان او جنايي بانډونه دغه لاري ناامنه کوي. په ځینو سیمو کې بیا مرسته کوونکي کلتوري او یا هم ټولنیز خنډونه نه درک کوي.

پر دې سربیره سره صلیب د نړیوالې ټولنې له خوا د کمو اقتصادي مرستو د چمتو کیدو په هکله هم نیوکه کړې ده. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې ملګرو ملتونو د اړینو پیسو یوازې ۵۶ سلنه تر لاسه کړي، څو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له بشري کړکیچونو سره مخامخ دي.

زموږ له آرشیف څخه: