1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر اسارت وروسته ازادیدل

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

طالبانو هغه ۸۰ تنه امنیتي سرتیري بیرته آزاد کړي دي چې د میدان- ورګ په ولایت کې یې نیولي ول. خو په سپين بولدک کې یې بیا د یوه ساختماني شرکت ۴۳ تنه کارکونکي له ځان سره وړي دي.

https://p.dw.com/p/3085y
Afghanistan | Afghan forces retake control of Aachin district from the Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

د میدان- ورګ د ولایتي شورا دوو غړو سردار بختیار او احمد جعفري د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو په دغه ولایت کې وروسته له یوې لنډې جګړې څخه لږ تر لږه ۱۴ امنیتي پوستي تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

د دغو دوو افغان مقاماتو په خبره طالبانو وروسته له هغې دغه ۸۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه بیرته خوشې کړل چې ژمنه یې وکړه نور به په جګړه کې ګډون نه کوي.

د پنجشنبې ورځې راهیسې طالبانو د دغه ولایت د «جلریز» ولسوالۍ د نیولو له پاره د بریدونو لړۍ پیل کړی ده.

همدارنګه د شنبې په ورځ په یوه بله پيښه کې د پکتیا والي د لوګر په ولایت کې له یوه کمين څخه روغ رمټ راوتلی دی. دا خبره د هغه یو نږدې همکار د نوم نه ښکاره کولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته کړې. ویل شوي دي چې د لوګر- کابل پر لویه لاره د یوه کمين هدف وګرځید، خوهغه ژغورل شوی دی.

افغان حکومتي چارواکي وایې چې د پکتیا پر والي برید په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د دغه ولایت چارواکي هڅه کوي طالبان د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.

د پکتیا یو قومي مشر حاجی دین محمد، د جمعې په ورځ له طالبانو سره د قومي مشرانو د لیدنې کتنې تربی نتیجې پای ته رسیدو وروسته وویل: «دوی مونږ ته وویل چې د جګړې د ختمولو اختیار نه لري. تاسې باید زمونږ له مشرانو سره خبرې وکړي. که هغو موافقه وکړي مونږ به سر له سبا خپلې وسلې پر مځکه کیږدو».

په همدې منځ کې چارواکو ويلي دي چې غواړو دغه ولایت د سولې د خبرو اترو له پاره پر یوې «امنې سیمې» بدل کړي. په دې هکله به وروسته مفصل معلومات درکړو. 

سپین بولدک: طالبانو د یوه ساختماني شرکت ۴۳ کارګر یرغمل نیولي

د افغانستان په سويل کې طالبانو د یوه ساختماني شرکت ۴۳ تنه کارګران له ځان سره وړي دي. همدارنګه د طالبانو په بریدونکو کې لږ تر لږه ۲۰ افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي.

د افغانستان په سویل کې د یوه ساختماني شرکت د کارګرو پر یوه کمپ د طالبانو له لورې په ترسره شوي برید کې ۴ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي. دغه پيښه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د کندهار ولایتي ویاند د جمعي او شنبې تر منځ شپه کې د طالبانو له خوا د ترسره شوي برید پخلی کړی دی. په یرغمل نیول شویو کسانو کې د شرکت تخنیکي کارکونکي، آشپز او موټر چلونکی شامل دي.

په افغانستان کې د سړک جوړونې د شرکت یوه مسئول د نوم نه ښکاره کولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو اصلي هدف هلته موجود یوه امنیتي پوسته وه. په همدې منځ کې طالبانو هم د دغه برید مسئولیت منلی دی.

ددغه شرکت یو شمیر نورو چارواکو ویلي دي چې طالبانو پر امنیتي پوستې برید کړی وو، خو امنیتي سرتیرو تیښته وکړه او د کارګرانو کمپ ته ورننوتلي ول. طالبانو د شپې په تیاره کې د کارګرانو او امنیتي سرتیرو تر منځ توپير ونه شو کولی او له همدې امله یې ټول له ځان سره یوړل.

د کوچني اختر په مناسبت د اوربند تر پای ته رسیدو وروسته د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. د ولایتي شورای یوه غړي عزیز بیګ په خبره د جمعې په ورځ په بادغیس ولایت کې د طالبانو د یوه برید په پایله کې د دوو ملکیانو په ګډون ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.