«طالبانو او افغان حکومت د بنديانو پر آزادولو خبري وکړې»
۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبهد امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چي د افغان حکومت استازو او طالبانو د سکايپ له لاري تر دوه ساعته څخه زياتي خبري اتري وکړې. نوموړي په خپل ټويټر پيغام کي ليکلي چي دغه خبري اتري مهمي جدي او تفصيلې وې.
د خليلزاد د ټويټ له مخي دغه خبري اتري چي د قطر او د امريکا د متحده ایالاتو د حکومت په منځګړيتوب ممکنه سوي، موضوع يې د بنديانو د آزادولو تخنيکي اړخونه ول.
د خليلزاد په وينا هر څوک په دې پوهيږي چي د کرونا ويروس له کبله رامنځ ته سوي ګواښ د بنديانو د آزادولو موضوع لا مهمه کړې ده. د هغه په وينا دغه خبري اتري د ويډيويي کانفرانس له لاري تر سره سوې.
د خليلزاد ټويټ پيغام په داسي حال کي خپريږي چي د څو ورځو راهيسي د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ تماسونه درېدلي ول. هغه تړون چي د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ لاسليک سوی ؤ، پکښي د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشي کېدنه د بين الافغاني خبرو اترو له پاره يو مخکنی شرط بلل سوی ؤ. دا په داسي حال کي چي طالب بنديان د افغان حکومت له پاره پر طالبانو د فشار راوړلو مهم اوزار بلل کيږي.
په عيني حال کي مرستندويه سازمانونه په افغانستان کي د کرونا ويروس له ممکنه خپراوي څخه اندېښمن دي. طالبانو د کرونا سره په مبارزه کي د همکاري خبره کړې ده. د يکشنبې په ورځ په ورځ د دې پخلی وسو چي په افغانستان کي ۳۴ کسان په ياد ويروس اخته سوي دي. خو اټکل کيږي چي د کويد ۱۹ په ويروس د اخته سوو افغانانو شمېر ښايي لا ډېر وي.
AG/AWA/NZ