1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کنګل شوو پیسو د آزادولو په موخه امریکا سره خبرې کوي

۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

طالبان او امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د وروستۍ ويجاړونکې زلزلې وروسته، په قطر کې د افغانستان د کنګل شوو پيسو د یوې برخې پر آزادولو خبرې کوي. د پلان له مخې دغه خبرې په دوحه کې د پنجشنبې په ورځ پيل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4DT1S
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
د آرشیف انځور ۲۰۲۱ - په دوحه کې د امریکا او اروپا له استازو سره د طالبانو کتنه انځور: Stringer/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس له دوحې څخه لیکي چې امریکايي چارواکي دا وخت پر هغو لارو چارو غور کوي چې څنګه وشي کړای افغانانو سره د مرستې له پاره دغه پیسې په ډاډمنه توګه واستوي.

سپينې ماڼۍ ويلي دي چې دوی په دې برخه کې په ډيره «بیړه» کار کوي، خو د افغانستان د مرکزي بانک بورډ یوه غړی بیا ويلي دي چې د دغه بهیر نهايي کیدل به کیدای شي وخت ونیسي.

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد ويلی دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په دې اړه د خبرو اترو له پاره د قطر پلازمينه دوحې ته رسېدلی دی چې د پلاوي په ترکيب کې ورسره د مالېې وزیر او د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي هم شامل دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان له پاره د دوی استازی، ټام ویست، به په دغو خبرو اترو کې برخه واخلي او زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات به پر یو لړ مفاداتو، له هغې ډلې د بشري حقونو او نجونو له پاره د ښوونځيو د خلاصولو پر موضوعګانو تمرکز ولري.

په داسې حال کې چې متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژنې د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند ېې د دغو خبرو اترو په اړه ویلي دي چې «دغه ډول تعاملاتو ته باید طالبانو ته او یا د هغوی نومول شوي حکومت ته د مشروعیت ورکولو په سترګه ونه کتل شي خو دا صرف د یو حقیقت انعکاس دی کوم چې موږ په واقعیت کې د امریکا متحده ایالاتو د ګټو په خاطر دغه ډول مذاکراتو ته اړتیا لرو.»

طالبان د تیرکال په اګست میاشت کې تر شل کلنۍ جکړې او له افغانستانه د بهرنيو قواوو په وتلو بیا واک ته ورسيدل. هغه مهال واشنګټن د افغانستان د شاوخوا ۷ میليارډه ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړه. دې سره جوخت نړیوالې ټولنې هم افغانستان سره د ميليارډونو ډالرو په ارزښت خپلې مستقېمې مرستې ودرولې، دا په داسې حال کې چې افغانستان له شاوخوا ۴۰ ميلیونه نفوس په درلودلو سره پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی.

که څه هم وروسته ځينې مرستې له سره پیل شوي دي، خو په افغانستان کې د تیرکال سیاسي تحول سره کرنسي راولوېده او د افغانستان اقتصاد ېې له سخت بحران سره مخ کړی دی.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ اوسنۍ خبرې داسې وخت کیږي چې تیره اوونۍ سختې زلزلې د افغانستان سويل ولړزاوه چې په ترڅ کې ېې له ۱۰۰۰ ډير کسان مړه او په لسونو زره کورنۍ ېې بې کوره کړې.

د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي، شاه محرابي وويل: «مذاکرات د ترسره کیدو په حال کې دي او موږ تمه لرو چې په دغو مذاکراتو کې وروستی وړانديز نهايي شي.» محرابي د فرانسې خبري آژانس ته د پيسو د انتقال اړوند جزئياتو په اړه وويل چې «مرکزي بانک ته د ريزرف شوو پیسو د انتقال میکانیزم تر اوسه نهایي شوی نه دی.» محرابي په دې اړه زیاته کړه: «دا به يو څه وخت ونیسي. داسې مسايل په یوه شپه کې نه حل کيږي.»

د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې، کارن ژان پير، د اوونۍ په پای کې وويل چې د کنګل شوو «پيسو د انتقال له پاره» هڅې روانې دي.

ژان پیر هغو خبریالانو ته چې له ولسمشر جو بایدن سره اروپا ته پر سفر ول، وويل: «موږ په بيړې سره د هغو پيچلو پوښتونو پر ځوابونو باندې کار کوو تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې له دغو پیسو څخه د افغانستان خلک ګټه پورته کوي نه طالبان.»

بحث پر ۳ اعشاريه ۵ ميليارډه کنګل شوو ډالرو دی چې د امریکا حکومت له خوا د ټولو کنګل شوو پیسو نیمايي برخه تشکیلوي.

محرابي چې د متحده ایالاتو پلازمېنه ته څیرمه په مونتګومري کالج کې اقتصادي پروفیسور هم دی، وايي: «ما د دې استدلال کړی چې دغه پيسې باید مرکزي بانک ته انتقال شي.»

هغه وړانديز کړی تر څو د کنګل شوو پیسو څخه هره میاشت د شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالرو په اندازه د وارداتو د تادیې له پاره ورکړل شي.

شاه محرابي وويل چې دغه پیسې به «د بیو په ثبات او د عادي افغانانو د اړتیاو په پوره کولو کې مرسته وکړي. په دې کار سره به دوی وشي کړی ځان ته ډوډۍ، غوړي، بوره او د سوند توکي راونيسي» او دا به د هغو افغان کورنیو سره چې د لوړ انفلاسیون له کبله له سختیو سره مخ دي، مرسته وکړي.

محرابي دا هم وويل چې د دغو پيسو د مصرف له بهیر څخه «څارنه به په خپلواکه توګه د خارجي موسساتو له خوا کیږي، البته له یو داسې صلاحیت سره چې د ناسمې استفادې په صورت کې به لغوه کيږي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات خبردرای ورکوي چې د افغانستان نیمايي نفوس د غذايي موادو د کمښت له ګواښ سره مخ دی. امریکا تر دې وړاندې ويلي دي چې په افغانستان کې وروستیو زلزله ځپلو سره د نژدې ۵۵ ميليون ډالرو په اندازه فوري مرستې کوي او دغه مرستې به په افغانستان کې د فعالو سازمانونو په مرسته کوي.