«د حقاني شبکه افغانستان ته د راتلو هڅې کوي»
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې څه موده مخکې په همدې سیمه کې د حقاني د بنسټ پالې ډلي وتلی مشر بدرالدین حقاني، د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو. د حقاني ډلې د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د یو شمیر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي، د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې که چیرې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې موجود پاکستاني او نور بهرني طالبان و نه ځپل شي، دغه کسان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ وي.
د صدیقي په خبره د افغانستان استخباراتي معلومات ښيي چې د حقاني د شبکې تر څنګ نورې تند لارې ډلې هم په شمالي او جنوبي وزیریستان کې روښانه حضور لري. صدیقي زیاته کړه:
«د پاکستان سرحدي سیمې په خاصه توګه په وزیرستانونو کې د طالبانو اصلي مرکزونه پراته دي. موږ به په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان هغو سیمو ته چې له وزیرستانونو سره په خوا کې پرتې دي نور امنیتي ځواکونه ولیږو چې د هغو طالبانو د را اوښتولو مخه ونیسو چې غواړي په افغانستان کې ورانکاري بریدونه تر سره کړي.»
حقاني افغانستان ته د راتلو هڅه کوي
د صدیقي د معلوماتو له مخې اوس د نوید په نامه پوځي عملیات هم د پاکستان سره د افغانستان په پرتو پولو کې روان دي چې هدف ئې په سیمه کې د طالبانو د پټنځایونو په نښه کول دي.
افغان دولت تل ادعا کوي چې طالبان د افغانستان د پولې بلې غاړې ته پټنځایونه او اصلي اډې لري خو اسلام آباد بیا برعکس پر افغانستان تور لګوي چې یاغیان ئې په خپله خاوره کې پټ کړي دي او د پاکستان په لویو ښارونو کې هم بریدونه له همدې سیمو پلانیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، وویل چې افغان دولت داسې راپوټونه تر لاسه کړي دي چې د حقاني پر ډلې باندې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله سخت فشارونه راغلي دي او هغوی اوس غواړي چې خپلې اصلي ځالې د دیورند له هغې غاړي د افغانستان اړخ ته را انتقال کړي. صدیقي وویل:
«موږ به ډیر تمرکز په دې وکړو چې د افغانستان خاورې ته د حقاني او طالبانو د غړو د را ننوتو او نفوذ مخه ونیسو او باور لرو چې د امریکا په بریدونو کې د هغوې د کلیدي قوماندانانو په وژل کیدو سره دغې ډلي دړې وړي شي.»
پاکستان تل د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو مخالفت کوي او وایي چې په دغو بریدونو کې پر طالبانو او یاغیان سربیره ډیری ملکي وگړي هم وژل کیږي خو امریکا وایي چې دغه شان بریدونه د یاغیانو پر ضد مبارزه کې د هغوی تر ټولو ښه وسیله ده.