صالح تر ۲۷ ورځو کار وروسته استعفأ وکړه
۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبهد کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، د شنبې په ورځ وویل چې امرالله صالح تر ۲۷ ورځو کار وروسته، د کورنیو چارو له وزارت څخه استعفأ وکړه.
لا تر اوسه پورې په رسمي توګه روښانه نه ده چې صالح به له کوم انتخاباتي تیم سره یوځای شي، خو د پژواک خبري آژانس د داسې سرچینو له قوله چې نومونه یې نه دي بربنډ شوي، لیکلي دي چې د ملي امنیت د ادارې دغه پخوانۍ مشر به له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټاکنیز تیم کې نوم لیکنه وکړي.
امرالله صالح د کورنیو چارو د وزیر په توګه د کار له پیل سره یو لړ تدابیر اعلان کړل چې په خبره یې پر پولیسو اعتبار بیرته رامنځ ته شي. هغه همداراز پولیسو ته امر وکړ چې د روانو عملیاتو په اړه په ټولنیزو شبکو کې معلومات خپاره نه کړي او له مخکنیو معلوماتو پرته د بهرنیو هیوادونو سفارت خانو ته ولاړ نه شي.
د صالح په خپله کاري دوره کې د کورنیو چارو وزارت د یو شمیر جنایت کارانو نوملړ خپور کړ. په لنډه موده کې د صالح دغه اقدامات د ډیر شمیر افغانانو له خوا وستایل شول.