شټاینمایر له راتلونکي سرمشریزي د روغي جوړي غوښتنه وکړه
۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبهجمهوررييس فرانک والټر شټاینمایر د چهارشنبې په ورځ د آلمان په بریمن ښار کي وویل، چي «دا پوښتنه چي ایا باید یو گډ حل رامنځته سي، که څنگه، په اروپا کي به د راتلونکي گډ کار او همکارۍ په هکله هم تصمیم ونیول سي.» ځکه نو «زه انتظار کوم چي ټوله دولتي او حکومتي مشران ددغي مشورې په رڼا کي د یوه جدي حل له پاره کوښښ سره وکړي، تر څو د اروپا مهم او اساسي پرنسیپونو ته هماهنگي ورکړي».
شټاینمایر په برلین کي له راجستر سوو ځینو ډیپلوماټانو سره یوځای بریمن ته تللی. شټاینمایر اضافه کړه چي «د یوه طرفه طبعأ باید د مهاجرو په راتگ کي کمښت راسي او دباندني سرحدونه تقویه سي، خو له بله اړخه باید گډ ارزښتونه او دا اساسي جمله، چي د اروپایانو بار باید د اروپا د همبستگۍ په چوکاټ کي په گډه سره تقسیم سي» په نظر کي ونیول سي.
شټاینمایر په اخره کي وویل: «زه گومان کوم چي که زموږ له پاره د اروپا راتلونکې مهمه وي، نو باید پردې باندي کامیابه هم سو».
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.01.2018 )