شټاین مایر: موږ د خارجي پسمنظر یو هیواد یو
۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبهاعلان
هغه وویل چي « موږ د خارجي سابقې او پسمنظر یو هیواد یو، او داسي هم باید وای. خو هغوی زموږ هیواد او موږ پخپله هم تغیير کړو».
شټاین مایر ټینگار وکړ، چي بې له مهاجرینو او دلته د راغلو انسانانو د کار او زحمت څخه به تر جهاني جنگ وروسته زموږ ټولنه اوسني اسایش او هوسایني ته نه وای رسیدلې: « دوی ټولو زموږ کلتور، زموږ موسیقي، ادبیات، خوراکونو او زموږ د ژوندانه عادتونو ته تغیير ورکړ او غني یې کړه. هغوی جرمني په یوې پرانیستي او رنگارنگې جامعې باندي تبدیل کړ.»