1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاین مایر: «زموږ دیموکراسي قوي ده»

۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبه

د آلمان جمهوررئيس د عیسوي اختر (کرسمس) په مناسبت وینا پرمهال په ټولنه کي سخت تشنج ته په کتو سره، خلگ لا ډیرو خبرو اترو ته راوبلل. که څه هم شکونه او عصبانیت مخ پر ډیریدو دی، خو دغه هیواد نه باید سره وویشل سي.

https://p.dw.com/p/3AaNA
Bundespräsident Frank-Walter Steinmeier Weihnachtsansprache 2018
انځور: Reuters/A. Hilse

په ۲۰۱۸م کال کي سیاسي او اجتماعي کشمکشونه تر بل هر وخت ډیر سوي او جدي سوي دي. اکثرأ د جامعې د تجزیې او سیاستمدارانو او عامو خلگو تر منځ د واټن د ډیريدو خبره کیږي. شټاین مایر وايي، چي ولس خصوصأ په اجتماعي شبکو کي خپل قهر او عصبانیت څرگندوي. خو بیا هغوی خپل نظریات نه سره تبادله کوي او خبرو اترو ته امادگي نه ښيي. «هلته اکثرأ یو پر بل باندي حملې کیږي، او عصابنیت ښوول کیږي».

شټاین مایر د عیسويانو د اختر په مناسبت وینا پر مهال غوښتنه وکړه چي پر دغه ډول مخ پر ډیریدونکو کشمکشونو  او شخړو باندي باید بحثونه وسي. هغه ويلي دي، زه داسي تصور لرم چي «موږ جرمنيان ډیر لږ یو له بل سره خبري کوو او ډیر لږ بیا یو بل ته غوږ نیسو.» ځکه مو نو که تر منځ د نظر اختلافات او شخړي هم موجودي وي، باید په خبرو او بحثونو کي سره پاته سو. «دقیقأ همدا د دیموکراسۍ اصل دی».

BdTD | Weinachtsmann im Luna Park Syney
انځور: Getty Images/J. D. Morgan

هر یو باید تیاری وښيي

جمهوررئيس فرانک والټر شټاین مایر وویل: «زموږ دیموکراسي قوي ده!» د دې څخه هر ورځ دئ اطلاع حاصلوي او په ميلیونو انسانان په جرمني کي د دې له پاره کار کوي. که هغه په همسایه توب کي وي، یا روغتونو، پولیسو، سیاست، مدني ټولنو او هرځای کي وي، هغوی د دیموکراسۍ د تقویې غم خوري.

شټاین مایر په خپله وینا کي که څه هم د دیموکراسۍ د تقویې خبره وکړه، خو ویې ویل چي کیدلای سي هغه له خطر سره هم مخامخ سي. دی وايي چي «زموږ دیموکراسي همیشه قوې ده، خو هغه په دې پوري مربوطه ده چي موږ څه ډول عمل په کوو او تفسیرو يې».

دیموکراسي هغه وخت ټینگیږي چي موږ خپل نظریات اظهار کړو او دهغه له پاره مبارزه وکړو خو د نورو نظریات او افکار هم ومنو. کله چي د دې کار په نتیجه کي یو سازش رامنځته سي، نو دا زموږ د ضعف په معنی نه، بلکي زموږ د افکارو د هنداري او انعکاس په معنی ده. «سازش کول او منل د دیموکراسۍ د تقویې په معنی دي».

Palästina Palestinenser Gaza Bethlehem West Bank Weihnachten Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/A. Amra

په نورو هیوادونو کي د وروستيو انکشافاتو په اړه خبرداری

دا دوهم وار دی چي د آلمان جمهوررئيس فرانک والټر شټاین مایر د کرسمس په مناسبت بیانیه ورکوي او خپل ولس ته مراجعه کوي. خو د تیرکال برعکس هغه په خپله بیانیه کي د نورو هیوادونو په هکله هم ږغیدلی دی. ده وویل: «په هغه صورت کي چي د ټولني یو اړخ له بل طرف سره خبري و نه کړي او یا ډیر لږ خبرو کولو ته حاضر سي او زموږ جامعه سره وپاشل او تجزیه سي، نو دې ته به په نوره نړۍ کي په څه ډول سره وکتل سي».

شټاین مایر د هغې جملې څخه د «پاریس سوځل سوو سنگرونو» په امريکا متحده ايالاتو کي «ژورو سیاسي اختلافاتو»، په بریتانیا کي د بریکزيټ په مقابل کي تشویشونو، له هنگري سره د اروپايي ټولني ترخو خاطرو او یټالیا او نور ته اشاره وکړه.

ده د خپلو خبرو په ادامه وویل چي «د اروپا په منځ او له دغو هیوادونو سره په همسایه توب کي جرمنيان طبعأ د دغسي انکشافاتو په مقابل کي مدافع نه لري او په اصطلاح واکسین نه دي. ځکه نو په مجموع کي دغه وضیت او انکشافات له جرمنیانو څخه د ډیالوگ او گډ کار غوښتنه کوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.12.2016)