1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

شين چای د مقاومو باکترياو مخه نيسي؟

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

د شين چای له روغتيايي گټو او اغیزو څخه تل خبره کيږي. اوس څېړونکو په شين چای کې داسې مواد موندلي چې د خطرناکو او مقاومو باکترياو مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/3QEGe
Tasse Grüner Tee
انځور: Fotolia/gaai

شين چای نه يوازې ښه مزه لري بلکې سړی آراموي، فشار ټيټوي، د میتابولزم او وينې جريان چټکوي او د بدن د مدافعې قوت سره مرسته کوي. دا هم ويل کيږي چې شين چای د وزن په کمولو کې مرسته کوي، د هاضمې سيسټم چټکوي او د په وينه کې د غوړو مقدار ټيټوي.

په لويديځه آسيا کې له پيړيو راهيسې شين چای ته د معجزه یي درملو په سترگه کتل کيږي چې د ډېرو مرضونو په علاج او مخنيوي کې مرسته کوي.

له کابو ۵۰۰۰ کلونو راهيسې هغه واښه يا بوټی چې له پاڼو یې شين چای جوړيږي او علمي نوم یې «کاميلا سيننسس» دی، درمل بلل کيږي.

خو دا خبره چې شين چای د مقاومو باکترياو پر ضد مبارزه کې مرسته کولی شي، د آلمان د کولن د پوهنتون د ميکروبي ناروغتياو د آلماني مرکز او د بريتانيا د سری پوهنتون څېړونکو په دې وروستيو کې موندلې ده.

څيړونکو په شنه چای کې طبيعي انتي اوکسيدنت موندلي چې د ډېرو انتي بيوتکو په مقابل کې پر مقاوم سودوموناس آیروژينوزا (Pseudomonas aeruginosa) باکتريا په بله اصطلاح د گوزار يعني د درملنې زمينه برابروي. دا تازه څيړنه د ميديکل مايکروبيالوژي په نوم مجله کې خپره شوې ده.

زهرجن تاثير

په شين چای کې موجود دغه مواد چې اپيگالوکاتيشين (Epigallocatechin) او مخفف یې «اي جي سي جي» دی، نوميږي او کولی شي چې د ازترييونام په نوم انتي بيوتک فعاليت چې په مقابل کې یې په روغتونو کې موجوده خطرناکه باکتریا سودوموناس آیروژينوزا مقاومت لري، بيرته رامنځته کړي او په دې توگه د دې د ودې مخه ونيسي.

دغه باکتريا د سږو د سختې ميکروبي ناروغۍ او وينې د زهرجنيدو باعث کيږي. کله چې نور انتي بيوتک تاثیر ونه کړي، بيا د ازترييونام انتي بيوتکو څخه استفاده کيږي. خو د دغه درملو په مقابل کې د مخ پر زياتېدونکي مقاومت له کبله د دې باکتريا علاج ورځ تر بلې سختيږي.

د آلمان د کولن پوهنتون ساينس پوه پروفيسر هارالد ساېفرت وايي: «موږ وکولی شوای وښييو کله چې په شنو چايو کې موجود «اي جي سي جي» مواد د  ازترييونام  سره گډ شوي وي، تر ډېره حده د دغه باکترياو د ودې مخه نيسي.»

نوموړی زياتوي چې د شنو چايو دغه مواد د ياد انتي بيوتک په مقابل کې د دغه باکترياو حساسيت بيرته رامنځته کوي. د باکترياو په مقابل کې د «اي جي سي جي» موادو زهرجن اغیز بيا د جلد د حجرو او همدا زار پر لاروا يا چینجو دومره قوي نه دی چې د راتلونکي له پاره د درملنې په برخه کې پريکړنده وي خو د دې متبادل موادو په اړه طبي تحقیقاتي څېړنې په نظر کې نيول شوي څو په ښه شان سره کشف په مورد کې یې پرمختگ وشي.

په ۲۰۱۸م کال کې د لانکستر او ليدز پوهنتونو کارپوهانو موندلې وه چې په شنه چای کې موجود دغه چې اپيگالوکاتيشين – ۳ گالات مواد د « Atherosclerosis » يعني د وینې د شريانونو يا رگونو د تنگيدو مخه نیسي.

د رگونو دا ناروغتيا د زړه د حملې او فلج کيدو تر ټولو ستر علت دی. د دې ناورغتيا پر وخت په رگونو کې چربي راټوليږي چې په نتيجه کې یې رگونه تنگيږي او د وينې جريان محدوديږي چې همدا د زړه د حملې خطر زياتوي.

د هيپارين په نامه درملو سره په گډه «اي جي سي جي» مواد هغه يو پروتين چې په رگونو کې پر موجود منگ پروت وي او رگونه یې لا پسې تنگ کړي وي، له منځه وړلی شي. د دې پايلو پر اساس اوس بريتانوي څيړونکي هڅه کوي چې د زړه او وینې د جريان د ناورغتيا نوي درمل جوړ کړي.

پر آلزايمر یې اغیزه

په ۲۰۱۷م کال کې ماليکيولربيولوگ اريک وانکر وموندله چې په شنه چای کې موجود اپيگالوکاتيشين – ۳ گالات د الزايمر يا ياداښت د ختميدو ناروغۍ په درملنه کې هم اغیزناک ثابيدلای شي.  په لابراتوار کې وانکر دغه مواد ژوندو حيواني حجرو ته داخل کړل. په نتيجه کې یې په حجرو کې پروتين منحل شول.

که چېرې الزايمر په رښتيا هم د مغزو په عصبي حجرو کې د پروټينو د غوټه کيدو له وجې رامنځته کيږي او په دې توگه حجرې له منځه وړي نو د پروټينو د بستې ماتېدل د آلزايمر ناروغۍ د درملنې په برخه کې يو لوی پرمختگ کيدای شي. خو په دې موخه «اي جي سي جي» مواد نيخ په نيخه بايد مغزو ته ورسيږي. خو تر اوسه يوازې په لابراتوارونوکې تر ميکروسکوپ لاندې دغه ډول هڅې ترسره شوي.

BS/NZ (Alexander Freund)