شهزادګان او شهزادګيانې چي په رضا يې شاهي پرېښوده ـ انځورونه
د بريتانيې شهزاده هېري او مېرمنې مېګن يې فيصله وکړه چي د شاهي کورنۍ له القابو، وظايفو او مراعاتو سره مخه ښه وکړي. څو نور هغه کسان چي په خپله خوښه يې پلاز يا د پلاز مؤقف پرېښود دلته وپېژنئ:
د بريتانيې شهزاده هېري
شهزاده هېرې او د هغه مېرمنې شهزادګۍ مېګن اعلان کړی چي غواړي د شاهي کورنۍ له موقف او په دې توګه د پلاز له تدريجي متسحقو کسانو له قطار څخه ووځي. له دې مخکي هم د بريتانيې په شاهي کورنۍ کي يوه همداسي فيصله رامنځ ته سوې وه کله چي هغه وخت هم د شاهي کورنۍ يو غړي د امریکايي مېرمني سره واده وکړ.
پاچا اېدوارد اتم د بريتانيې
د بريتانيې پاچا او د هند قيصر ايدوارد اتم په ۱۹۳۶ کال د زياتو مخالفتونو باوجوده د واليس سمپسن په نوم دوه ځله طلاقه سوي امريکايي مېرمني سره واده وکړ. په شاهي کورنۍ کي انتقادونه د دې لامل سول چي اېدوارد د ۱۱ مياشتي پاچهۍ وروسته له پلاز څخه لاس پر سر سو. هغه خپل پاته ژوند د خپلې مېرمني سره په فرانسه کي تېر کړ.
شهزاده اندريو د يارک ډيوک
د بريتانيې د يارک سيمي ډيوک (موروثي اشرافي لقب) شهزاده اندريو چي د برحالې ملکې اليزابېت دويم زوی دی، د امريکايي تجار جېفري اېپشتين سره تړلې يوه لانجه/رسوايي کي ښکېل سو او په نتيجه کي له شاهي کورنۍ څخه ووت. اېپشتين د جنسي کاروبار د تورونو د لګېدو له کبله ځان وژنه وکړه او يوې مېرمني تور ولګاوه چي د شهزاده اندريو سره درې ځله و جنسي اړيکو ته مجبوره کړل سوې وه.
شهزادګۍ اياکو د جاپان
د جاپان شهزادګۍ اياکو به په آينده کي شهزادګۍ او ورسره مل مراعات لرونکې نه وي. دا ځکه چي هغه د کښتۍ جوړونې په سيکتور کي کارګر او په دې توګه د يو غير شاهي او ولسي کس سره واده کول غواړي. د جاپان د قانون له مخي هغه شهزادګياني چي د ولسي کسانو سره واده کوي، د پلاز له مراعاتو څخه خلاصيږي. خو که يو نارينه شهزاده د ولسي مېرمني سره واده وکړي نو مراعات يې له منځه نه ځي.
د سوېډن د شاهي کورنۍ اولادونه او لمسيان
د سوېډن پاچا کارل ګستاف شپاړسم خپل يو زوی، د هغه مېرمنه او پنځه لمسيان او لمسياني يې له شاهي مراعاتو څخه بهر کړې. د دې معنی دا هم ده چي دغه غړي به نور هغه شاهي مراعات چي د ولسي کسان په پرتله يې د شاهي کورنۍ غړي د بېلګي په توګه د ماليې په ساحه کي لري، نور ونه لري. خو دغه غړي به د دې وروسته هم د شهزاده او شهزادګۍ القاب وساتلای سي.
شهزادګۍ مارتا لوييس د ناروې
د ناروې پاچا هارالد پنځم خپل لور مارتا په ۲۰۰۲ کال له شاهي مراعاتو څخه خارجه کړه. دا د هغه وروسته چي مارتا پرېکړه وکړه چي خپل مسلکي او شخصي ژوند د خپلو شخصي شرايطو پر اساس پر مخ بيول غواړي.
ملکه بېتريکس د هالند
د هالند ملکه بېتريکس په رضا له پلاز څخه لاس پر سره سوه. اصلي وجه يې د عمر زياتوالی ؤ. نوموړې ۳۳ کاله د هالند ملکه وه او په ۲۰۱۳ کال يې پلاز خپل زوی ويليم اليکزاندر ته پرېښود. په بريتانيا کي پاچا يا ملکه د ژوند تر آخره پوري بايد پر پلاز ناست وي خو د نړۍ په نورو شاهي کورنيو کي پاچا يا ملکه له مرګ څخه تر مخه هم خپل پلاز خپل کوم اولاد ته پرېښودلای سي.
سلطان محمد پنځم د ملايزيا د کيلانتان سلطان
د کېلانتان سلطان محمد پنځم د روسي ماډلې ريحانا اوکسانا سره د واده له پاره په ۲۰۱۷ کال د خپل پلاز سره مخه ښه وکړه. هغه له دغې مېرمنې څخه يو زوی هم لري. خو د څو مياشتو وروسته هغه بېرته له دغې مېرمني څخه د شريا باهوګنا رسنۍ د راپور له مخي جلا سو.