شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کېټ پاکستان ته سفر کوي
۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبهدا د کمیبرج شاهي کورنۍ د شهزاده او شهزادګۍ پاکستان ته لومړی سفر دی او په پلازمېنه اسلام آباد کې به یې هرکلی وشي. د دغه پنځه ورځني سفر له پاره د پاکستان د پوځ تر څارنې لاندې ځانګړي امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
د کینسینګتون ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې لوژستیکي او امنیتي اقداماتو ته په کتو سره «دا د شهزاده او شهزادګۍ له لوري تر سره کیدونکی پیچلی سفر دی.»
په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې د شهزاده او شهزادګۍ دغه سفر به د بریتانيا او پاکستان تاریخي اړیکو ته پر درناوي سربیره پر نني پاکستان باندې تمرکز وکړي چې متحرکه، د لوړو هیلو او راتلونکې ته هیله من هیواد دی.
شاهي جوړه به په خپل دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره هم وویني. پر دې سربیره به هغوی له هغو پروګرامونو هم لیدنه وکړي چې موخه یې د ځوانانو غښتلي کیدل دي.
د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې به شهزاده او شهزادګۍ شا او خوا ۱۰۰۰کیلومتره سفر وکړي چې پر اسلام آباد سربیره پکښې د لاهور د تاریخي ښار په شمول د هیواد شمالي غرنیو برخو ته سفر کول شامل دي.
په ۲۰۰۶م کال کې شهزاده چارلس چې د ویلیم پلار دی له خپلې میرمن کامیلا سره پاکستان ته سفر کړی وو.
د شهزاده ویلیم مور شهزادګۍ ډیانا، هم په ۱۹۹۶م کال کې پاکستان ته سفر کړی وو او هغه مهال د کریکټ لوبغاړي او اوسني لومړي وزیر عمران خان له خوا د سرطان ناروغې د تدواۍ له پاره د روغتون په بسپنو راټولو یوه پروګرام کې یې هم ګډون کړی وو.
تر دې دمخه ایلزبت دوهمې په ۱۹۶۱ او ۱۹۹۷م کلونو کې پاکستان ته سفر کړی دی.