شهزاد محمدي په لس اوریزو سایلو کې ریکارډونه جوړ کړل
۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبهدغه سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي اته لوبډلې پکښې ګډون لري. په دې سیالیو کې د افغانستان د کریکیټ د ملي لوبډلې ۱۶ تنه لوبغاړي هم برخه لري. له دې ډلې څخه سمیع الله شینواری د سیندیز او شهزاد محمدي، کریم جنت او قیس احمد د راجپوت لوبډلو له پاره لوبیږي.
د راجپوت او سیندیز لوبډلو ترمنځ په ترسره شوي دې لوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ په اماراتو کې ترسره شوه افغان ویکیټ ساتونکی شهزاد محمدي ډير ښه وځلید.
په دې لوبه کې د سیندیز لوبډلې د ۶ ویکټو په له لاسه ورکولو د راجپوت لوبډلې ته د ۹۴ رنزونو یا منډو هدف ټاکلی وو چې د شهزاد محمدي د ډیر ښه بیټینګ له امله د راجپوت لوبډله وتوانیدله یوازې په ۱۷ دقیقو کې د سیندیز لوبډلې ته ماته ورکړي.
شهزاد د لوبی پیل په شپږیزو او څلوریزو سره وکړ او یوازې په ۱۶ توپونو یې ۷۴ منډې جوړې کړې او په دې توګه یې په لس اوریزو لوبو کې د ډیرو شپږیزو، ډیرو منډو او چټکې پینځوسیزې د جوړولو په برخه کې ریکارډونه جوړ کړل.
د لس اوریزو لوبو دغه لړۍ چې د نوامبر میاشتې په ۲۱ نیټه په اماراتو کې پیل شوې ده د دسمبر میاشتې تر دویمې نیټې به دوام وکړي. د کریکیټ د مينه والو په خبره دغه لوبې به د افغان لوبغاړو د تجربې او مهارتونو په زیاتیدو مرسته وکړي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: