1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا يو بل بالستیک توغندی ازمويلی

۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبه

شمالي کوریا د امریکا متحدو ایالاتو او چین د ولسمشرانو تر لیدني مخکې يو بل بالستیک توغندی آزمويلی دی. سویلي کوریا ویلي دي چې توغندی د جاپان په سمندر کې تر لګیدو مخکې، ۶۰ کلیومتره مزل کړی دی.

https://p.dw.com/p/2ahjF
North Korea failed ballistic missile launch
انځور: picture-alliance/dpa/KNCA

سویلي کوریا د چهارشنبې په سهار ادعا وکړه چې شمالي کوریا د جاپان په سمندر کې یو بالستیک توغندی توغولی دی. د سویلي کوریا پوځي چارواکو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې توغندۍ د چهارشنبې په سهار له سنپو ښار څخه توغول شوی.

په بیانیه کې راغلي دي: «نن د سهار په ۰۶:۴۲ ځایي وخت، شمالي کوریا یو بالستیک توغندی له سنپو سیمې څخه د جاپان پر سمندر توغولی دی.»

ویل کیږي چې اوس جنوبي کوریا او امریکا متحد ایالات د توغندي د حرکت مسیر ارزوي چې د هغه په نوعیت باندي پوه شي.

په بیانیه کې راغلي دي: «پوځ د شمالي کوريا پاروونکي کړه وړه له نزدې څاري او په عین حال کې په ټينگ دفاعي وضعیت کې دي.»

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې توغندی سنپو ښار ته نژدې له وچي سيمي توغول شوی دی. امریکا ویلي دي چې لومړي رپوټونه ښيي چې توغول شوي توغندی KN-15 ډوله د منځني واټن ویشتونکی میزایل وو.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د شمالي امریکا د فضا دفاعي قوماندې روښانه کړې ده چې د شمالي کوریا له خوا توغول شوی دغه توغندی شمالي امریکا ته ګواښ نه رامنځ ته کوه.»

په KN-15 ډوله توغنديو کې د سون له جامدو موادو څخه کار اخیستل کیږي چې له کبله یې د هغه موندل ستونزمن کیږي او د توغولو له پاره یې کم وخت ته اړتیا وي.

جاپان هم تائيد کړې ده چې شمالي کوریا یو بالیستک توغندی توغولی دی. د جاپان د کابینې یوه چارواکي یوشیهیدي سوګا، یوه خبرې کنفرانس ته ویلي دي چې هیواد یې په هیڅ صورت د شمالي کوریا پارونکي اقدمات نه شي زغملای. د چاپان لومړي وزیر هم دغه پیښه سخته غندلې ده.

سویلي کوریا تر پیښې وروسته د ملي امنیت شورا غونډه رابللې ده، څو دغه وضعیت وڅیړي. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دا کار د امنیت شورا اعلامیې تر پښو لاندې کوي، نړیواله او د سویلي کوریا سولې ته ګواښ رامنځ ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر چین باندي غږ کړی وو چې د شمالي کوریا د ستونزي په حلولو کې مرسته وکړي، که نه، په خبره یې امریکا متحد ایالات په یوازي سره اقدام کولو ته چمتو دی.

زموږ له ارشيف څخه: