جنوبي کوریا: شمالي کوریا ۱۰ توغندي توغولي دي
۱۴۰۴ اسفند ۲۳, شنبه
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز په خبره، توغندي د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته نږدې له یوې سیمې څخه ویشتل شوي؛ خو د واټن په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. بل لوري ته د جاپان د دفاع وزارت وویل چې دغه توغندي د دې هېواد د ځانګړې اقتصادي سیمې څخه بهر د سمندر په اوبو کې لويدلي دي.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وویل، چې پوځ په سیمه کې څارنه زیاته کړې او د ممکنه نورو توغندیو د توغولو پر وړاندې د چمتووالي حالت ساتي او په دې تړاو له متحده ایالاتو او جاپان سره نیږدې معلومات شریکوي.
اړوند: د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازموېنې د سیمې هیوادونه انديښمن کړي
د شمالي کوریا له لوري دغه توغندي داسې مهال ویشتل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا وسلوال پوځونه خپل کلني پسرلني تمرینات کوي چې پکې زرګونه سرتېري برخه لري. دغه پوځي تمرینات داسې مهال کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ټرمپ اداره په منځني ختیځ کې هم د ایران پر وړاندې په جګړه کې ښکیله ده.
د منځني ختیځ جګړې دا اندېښنې راپورته کړې چې ښايي په سویلي کوریا کې د امنیتي چمتووالي په برخه کې خلاوې رامنځ ته شي. یو شمیر ځايي رسنیو د امنیتي کامرو د ویډیوګانو او نورو انځورونو په حواله په خپلو راپورونو کې ګومان کړی چې متحده ایالات ښايي په دغه هېواد کې ځای پر ځای شوي د توغندیو دفاعي ځینې سیستمونه د ایران پر ضد د جګړې او پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره بل ځای ته انتقال کړي.
اړوند:
اسوشیتید پریس خبري آژانس په دې تړاو د جنوبي کوریا د ولسمشر له دفتر څخه هم پوښتنه وکړه خو د ولسمشر دفتر وویل چې د امریکا د پوځي عملیاتو د جزئیات په هکله معلومات نه لري او پخلی یې هم نه شي کولی. دغه دفتر زیاته کړه چې د امریکا د پوځي تجهیزاتو احتمالي لېږد به د اټومي وسلو لرونکې شمالي کوریا پر وړاندې د متحدینو پر دفاعي دریځ اغېز ونه لري، او د سویلي کوریا د دودیزو پوځي ځواکونو ځواک او قدرت یې هم یاد کړ.
اړوند: سيول: شمالي کوريا څو بالستيک توغندي فېر کړي دي
شمالي کوریا له ډېر پخوا راهیسې دا ډول پوځي تمرینونه د یرغل د تمرینونو په توګه بیانوي او ډېر وخت یې د خپل پوځي ځواک د ښودلو یا د وسلو د ازموینو له پاره د پلمې په توګه کاروي.
شمالي کوریا په تېرو کلونو کې څو ځله په پرله پسې ډول د توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي او ویلي یې دي چې دا د سویلي کوریا پر هدفونو د اټومي بریدونو د تمرینونو بڼه لري.
په عین وخت کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت جلا اعلامیې خپرې کړې دي چې پکې یې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل ګډ بریدونه غندلي او د تهران د نوي ستر مشر مجتبی خامنهاي ملاتړ یې هم څرګند کړی دی.
د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د «فریډم شیلډ» په نامه دغه پوځي تمرینات د روانې مارچ میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې دوام کوي. دا پوځي تمرینونه چې تر ډېره د کمپیوټري شبیه سازۍ پر بنسټ ولاړ دي، د متحدینو ګډې عملیاتي وړتیاوې ازمويي او پکې د جګړې بدلېدونکې سناریوګانې او امنیتي ننګونې هم شاملې دي.
دا هم په داسې حال کې ده چې کیم جونګ اون روسیه د خپلې بهرنۍ تګلارې په برخه کې یو مهم لومړیتوب ګرځولی او د مسکو د اوکراین جګړې د ملاتړ له پاره یې زرګونه سرتېري او ډېر پوځي تجهیزات استولي دي.