1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندي ازمویلي

۱۳۹۶ شهریور ۴, شنبه

د جنوبي کوریا د پوځ د معلوماتو له مخې شمالي کوریا یو ځل بیا د لنډ واټن ویشتونکو څو توغندیو ازموینه ترسره کړې ده. د امریکا پوځ ویلي دي چې توغندي تر توغول کیدو وروسته خپل هدف ته نه دي رسیدلي.

https://p.dw.com/p/2isQO
Nordkorea Pjöngjang Militärplakat
انځور: imago/Kyodo News

د ټولو خبرداریو سربیره هم شمالي کوریا په ظاهري توګه نوي توغندي توغولي دي. د جنوبي کوریا د یونهاپ، په نوم خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې شمالي کوریا د ختیځ ولایت څخه ځیني توغندي چې مشخص شوي نه دي توغولي دي. یونهاپ خبري آژانس دغه معلومات دجنوبي کوریا د پوځ په حواله ورکړي دي.

زیاته شوې ده چې توغندیو تر ۲۵۰ زیاتو کیلومترو واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندرګي کې لګیدلي دي. نوموړي خبري آژانس ویلي دي چې ښايي دغه د لنډ واټن ویشتونکي توغندي وو. اوسمهال جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالات د نورو معلوماتو په ارزولو بوخت دي.

په عین وخت کې د متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې دوی د لنډ واټن درې توغنديو توغول کشف کړي دي. زیاته شوې ده داسې بریښي چې لومړنی او دریم توغندی د توغول کیدو پر مهال ناکامه شوي دي، او دوهم یې تر توغول کیدو سملاسي وروسته چاودلی دی. د متحدو ایالاتو پوځ ویلي دي چې دغه توغندي ګوام او یا هم شمالي امریکا ته کوم ګواښ نه پيښوي. په عین وخت کې د جاپان (ان اچ کې) تلویزوني شبکې ویلي دي چې دغه توغندي د جاپان امنیت ته هم کوم ګواښ نه دی.

خو تر دې دمخه د یونهاپ خبري آژانس د کومې سرچینې له یادولو پرته ویلي وو چې دغه بالستیک یا قاره يي توغندي وو. د دغه خبري آژانس په وینا د توغنديو د ازمویلو رپوټ د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان، ته ورکړل شوی دی.

له میاشتو راهیسې د شمالي کوریا کړکیچ لا پسې زور اخلي. شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د یو شمیر بندیزونو سربیره هم د جولای میاشتي په ۲۸ نېټه یو بالستیک یا قاره يي توغندی وازمویه. د کارپوهانو د اټکلونو له مخې له نظري لحاظه دغه توغندی شا او خوا ۱۰۰۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي. د دغې ازموینې وروسته د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون ویلي وو چې اوس امریکا هم په نخښه کولی شي.

د دغه پخواني بالستیک توغندي د ازمویلو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا باندې تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. شمالي کوریا په آرام سمندرګي پر ګوام ټاپو باندې د برید ګواښ کړی وو خو کارپوهان بیا دغه څه له حقیقته لیرې بولي. تر دې دمخه د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شمالي کوریا له لوري د پوځي لمسونو ته په اور او غوسې سره د غبرګون خبره کړې وه.