1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمالي کوریا باید خپل تصمیم ونیسي»

اینگل داگمار/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر آسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د بیلتون له کرښې څخه هم لیدنه وکړه. هغه وویل: «دا کیدای نه شي چې شمالي کوریا اتومي وسلې ولري او هم د اقتصادي مرستو هیله هم ولري.»

https://p.dw.com/p/1DfnZ
انځور: Maurizio Gambarini/dpa

له دویچه ویله سره د آلمان د بهرینو چارو د وزیر مرکه:

دویچه ویله: ښاغلی شتاین مایر، کله چې تاسې د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د سرحد وضعیت له نزدې ولید، فکر کوئ چې رښتیا هم د کوریا یووالی په مخکې دی، لکه څرنگه چې ستاسو د خبرو اترو مقابل لوری د داسې یو څه تل یادونه کوي؟

شتاین مایر: موږ خپله ولیدل چې تاریخ، لکه چې ځینې گمان کوي څوک جوړولی نه شي، بلکه تاریخ خپله پیښیږي. په خاصه توگه دلته د زرغونو بارکونو تر شا، د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ د بیلتون په کرښه کې کوم انځورونه چې لیدل کيږي داسې یو پیغام له ځان سره لري. دې ته ورته انځورونو څو لسیزو د سړې جگړې په زمانه کې د آلمان د دوو دولتونو ترمنځ پوله کې د ورځني ژوند وضعیت ښکاره کاوه. دغه زرغون بارکونه چې تاسې دلته وینئ، داسې ښکاري لکه په برلین کې د «گلینیکر» پل په څير (د سړې جگړې په زمانه کې دغه پل د لویدیځ او ختیځ تر منځ د جاسوسانو د تبادلې ځای وو.) زه غواړم داسې ووایم چې: دلته په دغه ځای کې لا تر اوسه بندیان تبادله کیږي، لا تراوسه د وژل شویو عسکرو او ملکي خلکو پاتې شوني تبادله کیږي او دلته په پوځي سطحو خبرې تر سره کیږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د جنوبي کوریا له ولسمشرې پارک گیون سره ولیدل
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د جنوبي کوریا له ولسمشرې پارک گیون سره ولیدلانځور: picture-alliance/AP Photo/Yonhap, Do Gwang-hwan

موږ آلمانان په خاصه توگه خپل کوریايي ملگري ښه درک کولای شو چې له لسیزو راهیسې د خپلو کورنیو غړي یې نه دي لیدلې، حتی له هغو څخه یو خبر هم نه تر لاسه کوي، ځکه شمالي کوریا په بشپړه توگه او په ډيرې بې رحمۍ او په پوره قصد د دغه ډول تماسونو مخنیوی کوي. موږ خوښ یو چې کوریا داسی یوه نخښانه له ځان څخه ښوولې چې غواړي د آلمانانو د یووالې له تجربې څخه برخه من شي. نو په همدې وجه ما د کوریا له غوښتنې سره موافقه وکړه چې دلته د آلمان - کوریا یوه مشورتي ډله جوړه شي.

دغې ډلې کوریا ته زما د سفر په ترڅ کې خپله لومړۍ غونډه دایره کړه. موږ نه غواړو چې دلته د نورو له پاره د ښوونکي په توگه عمل وکړو، دا ځکه چې شرايط یو تر بله سره ډير توپیر لري. خو موږ د زړه له کومي په دې هکله خپله هغه تجربه له دوی سره شریکوو چې موږ د آلمان د بیلتون د کلونو په موده کې کړې ده او په خاصه توگه هغه تجربه چې زموږ د یووالي له پاره یې لاره پرانیستله.


زه فکر کوم چې دلته هیڅ داسې غلط تصور نه لري چې گواکې موږ د دواړو کوریاو د یو ځای کیدو په درشل کې یو. خو زه وینم چې دلته د جنوبي کوریا په پلازمینه سویل کې ټینگه اراده وجود لري په دې لاره کې لومړی قدم واخیستل شي. زه کولای شم دومره ووایم چې موږ بختور وو چې زمونږ د خاورې بیلتون په دایمی توگه پاتې نه شو. موږ کوریایانو ته هم د داسې یوې تجربې هیله لرو.

دویچه ویله: داسې اندیښنې موجودې دي چې ښایي د شمالي کوریا په دننه کې یو سیاسي انفجار رامنځ ته شي. تاسو د جمعی په ورځ هم پر دې خبره ټینگار وکړ چې د کنترول وړ یو انتقال څومره زیات اهمیت لري. د دې کار له پاره باید څه وشي؟

شتاین مایر: زه فکر نه کوم چې داخلي سیاسي انفجار په اوسني وخت کې کومه غټه انگیرنه وي. کومه انگیرنه چې څو میاشتی مخکې موږ درلوده هغه دا وه چې د شمالي کوریا نوي ځوان مشر خپله واکمني لا ټینگه کړې نه وه او یا هلته د لوږې او قحطۍ گواښونه موجود دي، دا اوس هغه انگیرنه نه ده چې موږ یا کوریایان یې لرو. د شمالي کوریا په سیاست کې وړاندیتوب او وروسته توب لیدل کیږي. هغه په دې معنی چې له یوې خوا داسې نخښې نښانې ښکاره کیږي، دلته په سیول کې هم، چې د اړیکو د بیرته له سره نیولو له پاره لیوالتیا شته.

په عین وخت کې له بلې خوا د اتومي وسلو درلودو سیاست ته دوام ورکول کیږي: د اتومي وسلو درلودلو سره په جنوب کې گاونډي هیوادونه او ټولې سیمې ته گواښونه موجود دي او په عین وخت کې هیله کیږي چې د گاونډيو هیوادونو په مرسته د شمالي کوریا اقتصاد ورغول شي. نو له دې امله شمالي کوریا باید خپله تصمیم ونیسي چې څه ډول یو سیاست غوره گڼي. موږ یوازې هیله کولای شو چې دغه هیواد د یوه ښه سیاست له پاره تصمیم ونیسي.

Bundesaußenminister Frank-Walter Steinmeier in Panmunjom
انځور: picture-alliance/dpa/M. Özcerkes

دویچه ویله: تاسو د جنوبي کوریا سره په گډه یوه مشورتي ډله جوړه کړه چې له بهرني سیاست سره سر او کار لري. څرنگه کیدای شي چې د سیمې دوه ساتونکي قدرتونه یعنی د شمالی کوریا چین او د جنوبي کوریا امریکا متحده ایالات په دې پروسه کې شامل کړای شي؟

شتاین مایر: هغوی لا مخکې په داسې یوې پروسې کې گډون لري. په دی اړه سیول له امریکایانو او چینایانو سره د اړیکو ټینگولو د هڅو په لټه کې دی. البته سړی اوس سمدلاسه نه شي کولای چې پریکړن ځواب ورکړي. هغه څه چې بدلون یې موندلی دی، هغه دا دی چې لږ تر لږه چین د دواړو کوریاوو د راتلونکي په هکله د پخوا په څير خپل مخ نه اړوي. دا یو احتیاطي او نوی پرمختگ دی، که څه هم سړی باید هغه ډیر زیات څه ونه گڼي، خو لږ تر لږه یو پرمختگ دی چی رامنځ ته شوی.