1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا او ایران؛ آیا ملایان او کمونيستان سره یو کیږي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

پیونگ یانگ او تهران چي له متحده ایالاتو څخه ناراضه دي، امکان لري چی د لوېدیځ پرضد راپورته کیدونکي بلاک سره، د بې پیلوټه الوتکو او اټومي وسلو رازونه تبادله کړي.

https://p.dw.com/p/4fcPV
Bildkombo Kim Jong Un Nordkorea  Ali Khamenei Iran
انځور: YONHAPNEWS AGENCY/Zumapress/picture alliance

شمالي کوریا له خپلو غښتلو گاونډیو هیوادونو روسیې او چین څخه هاخوا،  له همنظره هیوادونو سره د نوو اړیکو او د پخوانیو اتحادونو د رامنځته کولو په حال کي ده. داسي ښکاري چي په دا وروستیو کي د ایران حکومت د پیونگ یانگ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون د پاملرني وړ گرځیدلی وي.

په سیول کي د شمالي کوریا د مطالعاتو په پوهنتون کي د ټولنیزو او کلتوري چارو پروفیسر، کیم سونگ کیونگ په دې اړه وویل: «کاملاً د سړې جگړې په شان، دوه بلاکونه د راپورته کیدو په حال کي دي او شمالي کوریا، دغه حالت د ایران د ملاتړ او له امریکا متحده ایالاتو سره د مخالفت د تکرار له پاره یو ښه فرصت بولي.»

هغه وویل: «شمالي کوریا ښايي دا یو ښه فرصت وبولي چي پر تهران باندي وسلې او پوځي ټکنالوژي وپلوري او د هغه په بدل کي یو ډول اقتصادي گټه  ترلاسه کړي، دا ځکه چي د دواړو پر وړاندي داسي سخت بندیزونه موجود دي چي امکاناتو ته د هغوی د لاسرسي وړتیا محدودوي.»

شمالي کوریاد اپریل میاشتي په وروستیو کي یو لوړپوړی اقتصادي او تجارتي هیئت تهران ته واستاوه چي په خپل ډول کي له ۲۰۱۹م کال راوروسته لومړنی ماموریت دی. که څه هم دواړو هیوادونو د دغې لیدني کتنی د جزیاتو په هکله معلومات نه دي ورکړي، خو شنونکي اټکل کوي چي دواړو خواوو د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو په گډون د پوځي ټکنالوژۍ په هکله خبري اتري کړي دي.

ایران د اټومي پروگرام په اړه خبرو اترو څخه انکار کوي

پر دې سربیره، ایران هغه فرضیه رد کړه چي گواکي دغه هیئت د اټومي ټکنالوژۍ په هکله خبري کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني، پر بهرنیو رسنیو انتقاد کړی دی چي د بې اساسه او ناسمو خبرونو په خپرولو کي یې د طرف په نیولو سره، څرگندوني کړي دي.

یوه ورځ وروسته د شمالي کوریا دولتي رسنیو د واشنگټن له خوا پر ایران باندي وضع سوي تحریمونه وغندل او هغه یې «غیر عادلانه» وبلل.

اټکل کیږي چي تهران به مسکو ته د اوکراین پرضد د روسیې په جگړه کي  د استفادې له پاره، په زرونو بې پیلوټه الوتکي ورکړي وي او له بلي خوا ایران د اپریل پر ۱۳ په سوریه کي د دوی پر سفارت د برید په جواب کي د اسرائیل پرضد د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د بندیزونو وروستي پړاو د ایران د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو او کارولو ظرفیت په نښه کړی دی.

د کوریا مرکزي خبري آژانس رپوټ ادعا کوي چي متحده ایالاتو د ایران د اوسپنې د څانگو، نقلیه وسیلو او بې پیلوټه الوتکو پر وړاندي بندیزونه وضع کړي دي. دغه خبري آژانس ویلي دي چي د امریکا متحده ایالاتو »واقعیت په دې ډول تحریف کړی چي ګواکې ایران د سیمه ایز کړکېچ د خرابېدو مسئول دی«.

د کمونيستانو او ملایانو اتحاد

د جنوبي کوريا په پلازمېنه سیول کي د تروی په پوهنتون کي د نړیوالو اړیکو استاد، دن پینکستون وویل: »تهران او پیونگ یانگ ډېري پخوانۍ اړیکي لري چي له ډیرو اړخونو سره متناقضي دي، دا ځکه چي یو یې اسلامي حکومت غواړي او بل یې له شخصیتي مذهب سره کمونیستي حکومت.«

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «په داسي حال کي چي هغوی یو له بل سره ډیر توپیر لري، ځیني ورته والی هم لري، دواړه مستبد حکومتونه دي چي د نورو پر وړاندي زغم نه لري او له متحده ایالاتو او په مجموع کي له لوېدیځ څخه ناراضه دي.» هغه دې خبري ته اشاره وکړه چي د ایران رهبران ډېر وخت امریکا متحده ایالات د »لوی شیطان« په نوم یادوي، په داسي حال کي چي د پیونگ یانگ تبلیغات بیا د «متحده ایالتو پر امپریالیزم» راگرځي.

شمالي کوریا پر تر ټولو نیژدو متحدینو تمرکز کوي

په داسي حال کي چي شمالي کوریا له ایران او د روسیې، چین، سوریې او بيلاروس په شان هیوادونو سره د اړیکو د ژورکیدو په لټه کي ده، پیونگ یانگ بیا په نورو هیوادونو کي خپل سفارتونه تړلي دي. دغه هیواد تیرکال په اسپانيا، آنگولا، اوگاندا، هانگ‌کانگ او نیپال کي خپلي ډیپلوماټیکي نمایندگۍ وتړلې.

ځیني په دې باور دي چي پیونگ یانگ د خپلو ډیپلوماټیکو نمایندگیو په تمویل کولو کي له ستونزو سره مخامخ دی، خو شنونکي همدارنگه په دې نظر دي چي د شمالي کوریا رهبري له هیواد څخه بهر د خپلو ډیپلوماټانو د تیښتې خطر راکموي.

د هغه په بدل کي داسي ښکاري چي پیونگ یانگ پر هغو متحدینو تمرکز کوي چي له اقتصادي او نظامي پلوه د دغه هیواد ملاتړ کوي.

د اټومي او بې پیلوټه الوتکو رازونه

پینکستون وویل، سړی کولای سي د دې تمه ولري چي ایران او شمالي کوریا یو د بل لا ډیر سیاسي او ډیپلوماتیک ملاتړ وښيي، د مثال په ډول د اسرائیل او متحده ایالاتو پر وړاندي د ایران څخه د پیونگ یانگ ملاتړ.

هغه وویل: «په تیرو وختونو کي شمالي کوریا، ایران ته اټومي ټکنالوژي وړاندي کړه چي د اسرائیل د خواشیني کیدو سبب سوه او دغه احتمال موجود دی چي شمالي کوریا یووار بیا هغه څه شریک کړي چي په «اټومي ټکنالوژي» کي یې وده ورکړې ده. شمالي کوریا کولای سي د اټومي آزموینو په هکله معلومات ورکړي، کولای سي د خپل فضايي پروګرام په اړه تر ټولو غوره کړنلاري او دسپوږمکۍد پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړي.»

پینکستون وویل چي د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي به د دواړو خواوو له پاره په زړه پوري وي، دا ځکه چي هغوی د جگړې په ډگر کي د دغه سیستم د وړتیاوو د ډیرولو په لټه کي دي چي څه ناڅه نوي دي، خو لکه څنگه چي په اوکراین کي ولیدل سول، تخریبوونکي اغیزي لري.

 پیونگ یانگ د ایران تیلو ته اړتیا لري

پینکستون وویل چي شمالي کوریا تیلو ته اړتیا لري، یو له هغو کلیدي محصولاتو څخه چي د نړیوالو بندیزونو هدف گرځیدلی دی. د هغه په خبره د دې امکان سته چي ایران به پر څارنو سربیره، له روسیې سره له درې اړخیزو تجارتي هوکړو څخه په استفادې سره، د شمالي کوریا تیل تامین کړي.

۲۲ کاله وروسته تر هغه چي د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش، شمالي کوریا، ایران او عراق ته په اشارې سره د «شرارت محور»عبارت وکاراوه، شنونکي اوس خبرداری ورکوي چي یو ډیر قوي بلاک د راپورته کیدو په حال کی دی.

پینکستون وویل: «داسي ناراضه هیوادونه سته چي د امریکا متحده ایالاتو ترمشرۍ لاندي له نړیوال نظم سره مخالف دي. د هغوی ملي گټي ښايي یو ډول نه وي، خو هغوی له لوېدیځ سره په مخالفت کي سره یو دي.»

GP/NZ/ Julian Ryall

زموږ له آرشيف څخه: