1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د خبریالانو له خطره ډک د کار شرایط

مسعود جهش
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

په کابل کې د غبرګو چاودنو په پایله کې د اتو خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل شول. پر وژل شویو سربیره، تر لسو ډیر نور خبریالان چې د لومړۍ چاودنۍ د خبر د پوښښ له پاره سیمې ته رسیدلي ول ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wvVr
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د دوشنبې د ورځې پیښې یو ځل بیا روښانه کړه چې په افغانستان کې د خبریالانو له پاره کار له خطرونو ډک دی او کیدای شي چې د هغوی د ژوند په بیه تمام شي. دا چې په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو د افغانستان په کچه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی نو تمه کیږي د نورو ترڅنګ د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ژوند ته د ګواښ کچه لا پسې لوړه شي.

د افغان خبریالانو د ساتنې کمیټې مشر نجیب الله شریفي، دویچه ویله ته وویل چې د دوشنبې ورځې له برید څخه لومړي برداشتونه ښيي چې د دویمې چاودنې هدف خبریالان ول. هغه زیاته کړه: «په دې اړه زموږ څیړنې روانې دي خو هغه څه چې موږ د پیښې له بیلابیلو ابعادو څخه اثتنباتولی شو دا دی چې د برید هدف ژورنالیستان ول.»

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې امنیتي پیښې د خبریالانو ژوند اخلي. تیره اوونۍ هم په کندهار کې ناپیژندل شویو وسله والو کسانو یو ځايي خبریال په ډزو وواژه. د ۲۰۱۷م کال په دسمبر میاشت کې هم په کابل کې د افغان وایس خبري آژانس پر دفتر باندې برید لږ تر لږه یو خبریال وژلی وو.

د همدې کال په نوامبر میاشت کې بیا وسله والو په کابل کې پر ځايي تلویزن شمشاد باندې برید وکړې چې په پایله کې یو ساتونکې ووژل شو او لږ تر لږه ۲۰ تنه نور کارکوونکي ټپیان شول. په ۲۰۱۶م کال کې هم یو بل خونړۍ برید د طلوع تلویزن یو موټر په نښه کړ چې په پایله کې د دې تلویزیون اووه کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کار سخت شرایط

ډیر وخت خبریالان د امنیتي پیښو سیمو ته د لومړیو رسیدونکو کسانو په ډله کې وي چې له کبله یې هغوی ته متوجه د ګواښ کچه لوړیږي. د شریفي په خبره د دې له پاره چې په اوسنیو شرایطو کې د خبریالانو یو څه خوندیتوب تظمین شي، نو د هغوی ګومارونکي رسنې او هم افغان امنیتي ځواکونه یو څه تدابیر په پام کې ونیسي. هغه وویل: «هم امنیتي ځواکونه او هم هغه رسنې چې خبریالان ګوماري باید مشخص پروتوګول رامنځ ته کړي، چې خبریالان د امنیتي پیښو د پوښښ پر مهال باید په کومو ځای کې وي چې خوندي پاتې شي.»

د شریفي په خبره تر دې مخکو پیښو هم ښوولې وه چې د دې امکان چې د خبریالانو په منځ کې دې یوه چاودنه وشي، هم موجود دی او له همدې کبله باید آن وختي د خبریالانو د امنیت ساتلو له پاره یوه کړنلاره جوړه شوې وای.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته، ډیر شمیر تلویزیونو، راډیوګانو او نورو رسنیو کار پیل کړ خو د دغو رسنیو کارکوونکي په ډیرو مواردو کې د خپل کار له پاره کافي امکانات نه لري. شریفي وویل چې په ډیرو مواردو کې له خبریالانو سره د رسنیو تړونونه هم یو اړخیزه وي. هغه زیاته کړه: «د کار شرایط ډیر سخت دی. بیمه خو پریږده، په ډیرو مواردو کې هغه تړونونه چې له خبریالانو سره کیږي، یو اړخیزه وي او انصاف په کې نه کیږي.»