1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

شری، ولې دومره خطرناکه ناروغي ده؟

۱۳۹۷ اسفند ۱۵, چهارشنبه

شری يوازې داسې ناروغي نه ده چې ماشومان پرې اخته کیدی شي، بلکې داسې یوه ناجوړتيا ده چې بايد جدي ونيوله شي. دا ميکروب د ماشومانو او لويانو دواړو ژوند ته خطر پېښولی شي.

https://p.dw.com/p/3EWHO
Infektion - Kind mit Masern (Colourboxk)
انځور: Colourbox

د شري د مرض لومړي ښکاره علايم ګرمکي یا سرې داني دي چې خارښت کوي. دا سره ټکي تر ټولو مخکې د غوږونو تر شا راښکاره کيږي. د دې ګرمکو تر څرگنديدو درې ورځې د مخه د ناروغ په بدن کې ويروس ډېره تکثر کړي وي او پرته له دې چې ناروغ پري وپوهیږي مرض یې نورو ته سرايت کوي. د شري د مرض ډاډمن تشخيص په وينه کې د انتي بادي په موندلو سره کيږي.

د شري ميکروب د هوا له لارې بل کس ته انتقاليږي. په دې ميکروب ککړ کسان ويروسونه د هوا له لارې د ډيرو کوچنیو څاڅکو په شکل کې نیغ په نیغه نورو ته انتقالوي. دا څاڅکي د مثال په توگه د ټوخيدو او يا پرنجيدو پر وخت او همدا راز د خبرو پر وخت رامنځته کيږي. شری ډېره ساري ناروغي ده. په اوسط ډول د شري هر ناروغ ۱۵ نور انسانان په دې مرض ککړوي. انسانان د شري د ويروس يوازيني کوربانه دي يعنی د شري ويروس يوازی د انسان په بدن کې وده کوي.

په اړه یې وړاندوينه مشکل کار دی

د شري په ويروس تر ککړيدو څوارلس ورځې وروسته تبه او ټوخي پېليږي او پر بدن راختلې سرې دانې یا ټکي خارښت شروع کوي. د دې علایمو پر وخت ډاکتران د آرامولو له پاره اړوند درمل توصيه کوي. په دې ترڅ کې د دې احتمال شته چې ناروغ په نورو تکليفونو لکه د غوږ د دننې برخې په التهاب او يا همدا راز د سږو التهاب يا سينه بغل هم اخته شي.    

Symbolbild - Impfung bei einem Kind
واکسين له شري څخه د ځان ستاتنې تر تولو غوره لاره دهانځور: Sean Gallup/Getty Images

دغه ناروغۍ بيا ځیني وخت په خراب صورت د بدن د اوبو وچيدو او يا ټول بدن د کمزوريدو باعث کيږي. شری کومه ځانگړې درملنه نه لري. د انسان بدن بايد خپله د ویروس سره مبارزه وکړي.

 شری د ماشومانو ناروغي ده؟

تر ټولو ناوړه ناروغتيا چې د شري ويروس یې رامنځته کولی شي، مننجاېتس( مننژيت) يا د مغزو د پردې التهاب دی. دا مغزو ته سخت زيان رسولی شي او کېدای شي د معيوبيدو سبب هم شي.

د روبيرت کوخ انستيتوت په وینا د مغزو د پردې پاړسوب په دغې ناروغۍ اخته له هرو زرو څخه یې يوه تن ته پېدا کيږي او په دې اخته هر پنځم تن مړ کيږي. دا ډول پېچلتياوې اړينه نه ده چې د شري د ناروغتيا په جريان کې رامنځته شي بلکې دا څو کاله وروسته هم سړی ته پېدا کيدلی شي.

junges Mädchen mit Masern
تنکي ځوانان او لويان هم په شري اخته کيدلی شيانځور: picture-alliance/dpa/fit-for-travel

واکسين د ځان ساتلو تر ټولو غوره لار

ډيری مېندې او پلرونه خپل اولادونه نه واکسين کوي ځکه هغوی یې له جانبي عواقبو څخه ويره لري. هغوی فکر کوی چې دا به ښه وي چې اولادونه يې په طبيعي لارې په دې ميکروب اخته شي. هغوی فکر کوي چې که اولادونه یې په طبيعي توگه په دې ميکروب اخته شي او دا مرض تېر کړي نو د مدافعې سسټم به یې پياوړی شي. خو کارپوهان پر دې باوري دي چې داسې څه نه کيږي. تر یو کلنۍ وروسته ماشومانو ته د واکسین د کولو سپارښتنه کیږي.

د روغتيا نړيوال سازمان ډبیلو اچ او، دا هدف ټاکلی وو چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به په ټوله نړۍ کې شری له منځه یوسي. خو دې هدف ته تر اوسه يوازې يو څو هېوادونه رسيدلي دي چې په هغوی کې په اروپا کې پر نورو سربيره ايستلند، فنلند، پرتگال، سلواکيه، سلوانيا او چک جمهوريت شامل دي.  آلمان په دې هېوادونو کې چې له شري پاک درجه بندي شوي، شامل نه دی.