1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

WHO وايي چي په زياته په افريقا کي شری د سرايت په حال کي ده.

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي د شري د ناروغانو شمېر مخ په زياتېدو دی. په زياته په افريقا کي دغه ناروغي د سرايت په حال کي ده.

https://p.dw.com/p/3UJY9
Madagaskar Iarintsena Impfung gegen Masern
انځور: picture-alliance/dpa/L. Bezain

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) اټکل کوي چي ښايي په ۲۰۱۸ کال نژدې ۹،۸ مليونه انسانان په شري اخته سوي ول. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۷ کال د شري ۷،۶ مليونه پيښي ثبت سوي وې. په دې توګه نو شری زيات سوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي په ۲۰۱۸ کال نژدې ۱۴۰ زره انسانان د شري د ناروغۍ له کبله مړه سوي او په دې توګه پکښي د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۱۶ زره مړينو زياتوالی راغلی دی. زياته سوې چي په وژل سوو کي اکثريت هغه ماشومان دي چي عمرونه يې تر پنځو کالو کم ول. دا چي په زياتو هيوادونو کي د شري پيښي ثبتول مکلفيت نه دی نو د روغتيا نړيوال سازمان د شري د پيښو عدد د اټکل له مخي معرفي کوي.

د ياد سازمان عمومي رئيس أدهانوم غيبريسوس د واکسينو د نشتوالي له کبله په شري د زيات شمېر ماشومانو مړينه يوه غميزه بللې ده. هغه پر ټولو هيوادونو ږغ کړی دی چي دا خبره يقيني کړي چي ټول ولس اړينو واکسينو ته لاسرسی ولري.

د واکسينو ټيټه کچه

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له خوا اټکل سوی چي په ۲۰۱۸ کال ۸۶ سلنه ماشومانو د شري ضد لومړی واکسين درلودلی دی. زياته سوې چي البته د شري څخه د بشپړه ساتنې او په دې توګه د شري ضد دويم پړاو واکسين یوازې ۷۰ سلنه ماشومانو ته ورکول سوی دی. د يادو سازمانونو په وينا په ځینو ولسي طبقو کي واکسين ته نه لاسرسی او د اړين حفاظت نشتوالی د شري د پيښيو د زياتېدو عمده لاملونه دي.

د شري پيښي په کانګو جمهوریت کي

په راپور کي راغلي چي د شري د تر ټولو زياتو پيښو مراکز د کانګو دموکراتيک جمهوريت، ليبېريا، مدغاسکار، سوماليا او اوکراين دي. يونيسف په دې تړاو تېره اونۍ په جزيره وي هيواد ساموآ کي د شري د پيښو د زياتېدنې او له کبله يې د لسهاؤ ماشومانو مړيني ته هم اشاره کړې ده.

د کانګو په دموکراتيک جمهوريت کي يوازي سږکال د شري ۲۵۰ زره پيښي ثبت سوي دي. د بې پولي ډاکټرانو په وينا د کال له پېل راهيسي په ياد هيواد کي ۵ زره انسانان د شري له کبله وژل سوي چي پکښي ۹۰ سلنه يې واړه ماشومان ول.

د شري ناروغي د موربيلي په نوم ويروس له کبله رامنځ ته کيږي. دغه ويروس په لوړه کچه له يو انسان څخه بل انسان ته سرايت کوي. د دغه ناروغۍ د رامنځ ته کېدو وروسته هغه د درملو په مرسته نه سي درمل کيدلای. له دغې ناروغۍ څخه د مخکي له مخکي ځان ساتنې له پاره يوازینۍ لاره د واکسينو لګول دي.

د شري د ناروغۍ په جريان کي ناروغ په توده تبه اخته کيږي، زکام کیږي او ټوخی کوي او په عيني حال کي يې د بدن اعضا سخت درد کوي. له ناروغانو څخه ۷ يا ۸ سلنه ناروغان د تبي له کبله په بريښ اخته کيږي. وروسته د ناروغ پر بدن سره ټکي راڅرګنديږي.

په آلمان کي د رابرت کوخ انستيتيوت د کارپوهانو په وينا د شري څخه د بشپړه حفاظت له پاره بايد په يو هيواد کي ۹۵ سلنه اوسېدونکي ټول واکسين ولري. دا په داسي حال کي ده چي په آلمان کي دمګړی ۹۲ سلنه انسانانو بشپړه دوه ځله واکسين کړی دی. په دغه هيواد کي ۹۷ سلنه اوسېدونکو صرف د شري يو واکسين لرلی دی.

آژانسونه/ا.و.ا./س.ر.