شخص پورې منحصر د اروپا د موسيقۍ لس تالارونه
په اروپا کې د کنسرتونو د اجرا سالونونه نه يوازې د آواز او غږ پيژندنې له اړخه فوق العاده دي، بلکه د ساختمان او ډيزاين له اړخه هم خپلې خاص ښکلا او ځانګړنې لري. دلته شخص پورې منحصر د اروپا لس تالارونه کتلای شئ.
د کیلدن د هنري نندارو مرکز (ناروې)
د کیلدن د هنري نندارو مرکز (Kilden Performing Arts Center) د ناروې هيواد په کريستين ساند بندر کې دی. د دغه سالون ښيښې بڼه چې پاسنۍ برخې ته يې د لرګي پوښښ ورکړل شوی د اوبو د څپې او د تياتير پردې ته ورته والی لري. د کيلدن د هنري نندارو مرکز په ۱۶ زره متره مربع ځمکه کې رغول شوی دی.
پاريس کې د فیلهارموني سالون (فرانسه)
د دغه سالون نظريه د فرانسوي انجنیر او د ژان نوول آرکستر د مشر پير بولز وه. په ۲۰۱۵ کال کې پرانستل شوی دغه سالون د ۲۴۰۰ کسانو له پاره ځای لري. د ۳۷ متره لوړ بام له سره يې د پاريس ښار ننداره هم په ډيره ښه توګه کيدلای شي. د بام المونيمي طرحه يې د ۳۴۰ زره کوچنيو مرغيو څخه جوړ شوې ده چې د لرې نه د کب پوټکي په شان ځليږي.
د سيج ګيتس هد سالون (بريتانيا)
د تاین نيوکاسل سيند پر سر د اوه پلونو تړاو ګيتس هد سره ورکوي. دا د موسيقۍ د اجرا سالون دی چې د ګيتس هد میلنيوم پل ته نژدې موقعيت لري. د سيج ګيتس هد سالون په ۲۰۰۴ کال کې د هغه د انجنیر سر نورمن فورستر له خوا پرانستل شو. دغه سالون د کال په ۳۶۴ ورځو او په ورځ کې ۱۶ ساعته د ليدونکو او مینه والو پر مخ خلاص وي.
د پورتو د موسيقۍ کور (پرتګال)
دغه سالون د پورتګال په پورتو ښار کې دی چې د ۱۳۰۰ کسانو له پاره ځای لري. د دغه سالون انجنیران رم کولهاس او آلن فنلون دي. د ساختمان ښيښې بام د خلاصيدو وړتيا لري چې نندارچيان کولای شي له هغه ځای څخه د ښار او آرام سمندر ښکلو منظرو سیل وکړي. د سالون دننه په مختلفو رنګونو کې ډول ډول شکلونه رغول شوي دي.
د ملکې سوفيا د هنرونو ماڼې (اسپانیا)
نامتو اسپانوي انجنير سنتياګو کالاتراوا خپل د زيږدلو ځای یعنې د النسیا، د هنر او پوهې په ښار باندې بدل کړی دی. د دغه ښار يو تر ټولو په زړه پورې ځای د ملکې سوفيا د هنرونو ماڼې ده. دغه ماڼې په ۲۰۰۵م کال کې پرانيستل شوه. د بام سر يې د فولادو له دوو قوسونو څخه جوړ دی. په سالون دننه د څه باندې ۳ زره کسانو له پاره ځای شته.
په اسلو کې د اپرا او باله هنرونو سالون (ناروې)
د دغه سالون بام هم تل د ليدونکو پر مخ خلاص وي چې د مرمر تيږو ۳۶ زره خښتې په کې کارول شوي دي. د ځانګړې ښکلا لرودونکو ښيښي ديوالونو يې بیا د تالار د يوې برخې حفاظت کوي. د سالون د څوکيو په جوړولو کې د ناروې تجربه لرونکو کشتۍ جوړونکو نظريې اخیستل شوي دي. ليدونکي کولای شي د دمې يا تفريح پر وخت د ساختمان له منځنې برخې څخه باندې د سيند له ښکلې منظرې له ليدلو خوند واخلي.
د برلین د فیلارموني سالون (آلمان)
د فیلارموني سالونو سالون ډيزاين په ۱۹۶۳ کال کې هغه وخت چې دغه ساختمان جوړيده، د عصري انجنیرۍ په اړه يې ډير بحثونه راپورته کړي ول. خو د وخت په تيريدو سره د کنسرت د نورو سالونو د جوړیدو له پاره په نمونه واوښت. د سالون پرانیستنه د ارکستر نامتو مشر هربرت فون کارایان د خپل يو افتتاحيه يي کنسرت پر وخت وکړه. د فیلارموني سالون په حاضر وخت کې د برلين د فیلارمونيک ارکستر د «کور» په حيث ګڼل کيږي.
په ايسن ښار کې د آلتو د تياتر سالون (آلمان)
دغه سالون د ۱۹۸۸ کال راهيسې د ايسن ښار د اپرا سالون په نوم ياديږي. د دغه سالون طراح او جوړونکی فنلندي نامتو انجنیر آولار آلتو دي. هغه د سالون ډيزاين په ۱۹۵۰ کې وړاندې خو د رغولو چارې يې په ۱۹۸۳ کې پيل شوې. دغه سالون د کلاسیکو معماريو يوه بيلګه هم شميرل کيږي.
د هارپا ريکياويک د کنسرت سالون (ایسلند)
د هارپا ريکياويک د سالون ډيزان د نامتو آيسلندي هنرمند اولافور الياسون لخوا جوړ شوی دی. دغه سالون تر ډيره بريده د خپلو رنګينو ښيښو له بابته شهرت لري. نوم يې په آیسلندي ژبه کې د دوبي موسم د لمړنۍ مياشتې دی. هارپا په اصل کې د چنګ په مانا ده.
په هامبورګ کې د فيلارموني الب سالون (آلمان)
دغه سالون په لمړي ځل کتو انسان ته په «معلق» شکل ترسترګو کيږي. په دغه سالون کې لمړنی يا افتتاحيه کنسرت د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې ترسره شو. د فيلارموني الب سالون په داسې يوه انجنيرۍ رغول شوی دی چې د هامبورګ بندري ښار د ګڼې ګوڼې هيڅ غږ د سالون دننه ته نشي داخليدلای.